دافغانستان په ختيځ کي دناټوڅلورسرتیري مړه اودري تپیان شول
59
کابل:دنړیوالوخبری سرچینو په حواله ،نن شنبه دافغانستان په ختځ کي دپکتیا ولایت په سیمه کي دیوه ځانمرګي بریدله کبله دري امریکايې سرتیري ،یو ایټالیوی سرتیری وژل شوي اودري نورایټالوي سرتیري ټپیان شویدي.خبر وایې چي ځان مرګي بریدګر دافغان سرتیری په کالیو کي ځان دهغو بهرنیو سرتیرو مخته والوزاوي چي دوی دګزمي څخه وروسته خپلي قرارګاه ته راروان وو.
دایټالیا نوی منتخب صدراعظم( ایروکولیتا)وایې چي ددوی سرتیري به په افغانستان کي دراتلونکي کال پوري پاتي شي اودیوه کال نه وروسته به دایټالیا ټول سرتیري له افغانستان څخه ووزي. دغه خبر دایتالیالمړي نوی وزیر دخپلو سرتیرو دوژلو دتائیدترڅنګ رسنیوته په ډاګه کړه .هغه وویل ایټالیا به دیوه کال نه وروسته له افغانستان څخه خپل ټول سرتیري وباسي.
په افغانستان کي ایټالوي ځواکونه دناټوځواکونو سره یوځای امنیتي دنده پرمخ بیا یې او تراوسه یې په افغانستان کي (۳۳) سرتیري له لاسه ورکړي دي.
دوي ورځي مخکي هم دګرجستان شپږسرتیري دهلمند ولایت دنوزاد په ولسوالي کي ووژل شول.