زابل دیارلس وسله وال وژل شوی دی
جاويد احمد تنوير
دزابل امنیه قوماندان جنرال غلام سخي روغ لیونی وایی دغه عملیات دتیرو دریو ورځو راهیسي ددي ولایت په شاهجوي ، ښارصفا او ارغنداب ولسوالیوکی روان دی چی تر دي مهاله ۱۳ وسله وال وژل شوي او یو ژوندی نیول شوی دی ، ، نوموړي زیاتوی چی دعملیاتو پرمها ل یی ۲۷ موټرسایکلونه نیولي چی ورسرته نړیوالوځواکونو وسوځل ، امنیه قوماندان وایی په عملیاتوکی یی په زیاته اندازه وسلي او جنکي مهمات هم نیول شوی دی ،
وسله والو طالبانو تراوسه ددغه عملیاتوپه اړه څه ندي ویلي خو په شاهجوي او ارغنداب ولسوالیو کی دماین په چاودنوکی د۱۰ دولتي سرتیرودوژلو ادعاکوي ، قاري یوسف احمدي وایی تیره شپه یی دمیزاني په ولسوالي کی هم پریوه دولتي پوسته په برید کی ناست سرتیري وژلي دی خو چارواکی دغه ادعا ردوي ، دیادولوده چی په روانه میاشت کی دا ترټول جګه شمیره ده چی چارواکی یی دخپلو مخالیفینو دوژلو پربنسټ ورکوي ،