زابل دیوه ښونځي دبنسټ ډبره کیښودل شوه

جاويد احمد تنوير | جون 8th, 2013


دزابل دپوهني رئیس رحیم الله لودین وایی یاد ښونځي دمرکزقلات اړوند جارولاپه کلي کی په لس جریبه ځکه کی جوړیږي چی ټول به ۱۴ درسي او اداري خوني ولري ، نوموړي زیاتوی چی دا ښونځي د۶ میلونو افغانیوپه ارزښت دجهاني بانګ په مالي مرسته داتو میاشتو په موده کی رغول کیږي چی کار یی عملآ پیل شو ، لودین زیاتوی چی دغه ښونځی دنوموړي سیمي لپاره دسلګونو زده کونکو دځایدلو وړتیا لري ، دپوهني درئیس په خبره ددي ښونځی په جوړولوسره به دسیمي دځایی ماشومانو دځای دنشتوالي تشه ډکه شی ، هغه وایی دا پروژه به په اساسي ډول ترسره کړي او هڅه به وکړي چی دزده کونکو لپاره دلوبو میدانونه پکی جوړکړي ،
لودین وایی ددي ښونځي په جوړولو سره به دزده کونکو په درسی نصاب کي هم زیاتوالي راشی ، دهغه دڅرګندولو له مخي دتیر کال په پرتله یی په ښونيز بهیرکی زیاتوالي راغلي او غواړي په تدریجي ډول دخلکو ماشومانو ته په کلیو او بانډو کی دلوست زمینه برابره کړي ، دپوهني چارواکی په داسی حال کی دښونځيو دزیاتوالي خبر ورکوي چی څه موده وړاندی په شاهجوۍ ولسوالي کی ټول ښونځي دځينوستونزو له امله دزده کونکو پرمخ تړل شوی وه چی ورسته دقومي مشرانو په مټ دسره فعاله شول .

Copyright Larawbar 2007-2024