د فیصل آباد په زراعت پوهنتون کې د افغان محصیلینو دداخلو لارښود

د لراوبر اداره | جون 6th, 2013


پاکستان یو زراعتی هیواد دی چی زیات شمیر وګړی یی زراعت سره تړاو لری، دپاکستان دولت هم دخزانی زیاته زېرمه په زراعت مسرفوی چی دی له کبله نوموړی هیواد توانیدلی چی اوس محا ل یوشمیر داسی پوهنتونونه یی جوړ او یا معیاری کړی چی نړي کی ورته ځانګړی مقام ورکړل شوی دی او د دی پوهنتونو فارغ شوی ساینس پوهان یی توانیدلی چی نړي کښی زرعی انقلاب راولی او زراعت پیاوړی کړی.د فیصل اباد زراعت پوهنتون په ۱۹۰۹کال کښی د لال پور زرعی کالج په نوم جوړ شو چی بیا ۱۹۶۷ کال کی ورته د پوهنتون درجه ورکړل شوه او فیصل اباد زرعی پوهنتون یی رسمی نوم ونمول شو.
د پاکستان د زراعت تر ټولو لوۍ پوهنتون چی نړۍ کی ۱۴۲ نمبر او اسیا سربیره پاکستان کښی لومړی مقام لری خوشبختانه افغان محصیلینو ته په مختلفو پوهنځیو کښی داخلی ورکوی. د فیصل آباد په زراعت پوهنتون کې اوس مهال نږدې پنځوس افغان محصلین د زراعت په مختلفو برخو کې په درس بوخت دي. د یادونۍ وړ ده چې د افغانانو لپاره دغه سيټونه د پاکستان لخوا ورکړل شويو سکالرشپونو کې شامل ندي او دا د افغان زدکوونکو سره د دې پوهنتون اضافي مرسته ده او ددوۍ څخه د یو پاکستاني محصل په اندازه فیس اخیستل کیږي،یاده دی وی چی د نوموړی پوهنتون څخه څه دپاسه ۳۰۰ افغانان فارغ شوی چی بیا یی د اففانستان په بیا رغونه کښی ستر رول لوبلوی دی او لا هم لګیا دی،د افغانستان بابایی زراعت عبدالوکیل صیب هم لدی پوهنتون فارغ دی.
ډیر شین،ښکلی،میلمه پال سوله ایز او افغانانو ته تر ټولو ښه چاپیریال لرونکی پوهنتون دی،ځما دعا ده چی بخت یاری درسره وکړی او دعلم له دی ځالی پوره پوره ګټه واخلۍ .
لاندنی ټول سیټونه د لسانس لپاره دی او هغه څوګ به د پاکستانی محصل اندازه فیس(۱۶۰۰۰) کلداری البته د یو سمسټر(کال کښی ۲سمسټری وی) ورکوی چا سره چیدپاکستان لخو ا مهاجرینو ته ورکړل شوی مهاجر کارت ((P.O.R Card وی ،او که څوګ په پاسپورټ داخله اخلی نو هغوی به (۷۰۰۰۰) کلداری د سمسټر فیس ورکوی چی د لیلی فیس هم دی کی شامل دی
په لاندنیو پوهنځوکښی افغانان کولی شی داخلی واخلی

۱:زراعت
(ایګری کلچر اینډ ریسورس اکنامکس) (فوډ ساینس اینډ ټیکنالوجی)
(انیمل ساینسز) (مایکروبیالوژی)
(پلانټ پتهالوجی) (ایکسټینشن اینډ رورل ډیویلپمنټ)
(هارټیکلچر) (ایګرانومی)
(بایو کیمسټری)
(سیډ ساینس) (فارسټری رینج اینډ منیجمنټ)
(انویرانمینټل ساینسز)
(سویل ساینس) (کراپ فیزیالوجی)
ټول ۲۸ سیټونه په زراعت پوهنځی کی د افغانانو لپاره ځانګړی شوی دی
*باید پری میډ یکل یی تردولسم پوهنځی وییلی وی*

۲:ویټرنری
ټول ۱۰ سیټونه په ویټرنری پوهنځی کی د افغانانو لپاره ځانګړی شوی دی
*باید پری میډ یکل یی تردولسم پوهنځی وییلی وی اوNTS ټیسټ پاس کړی چی د داخلی په واخت تری اخیستل کیږی*
۳:هوم اکنامکس
ټول ۶ سیټونه په هوم اکنامکس پوهنځی کی د افغانانو لپاره ځانګړی شوی دی
*باید پری میډ یکل یی تردولسم پوهنځی وییلی وی*

۴:ایګری کلچرل انجنیرنګ اینډ ټیکنالوژی
ټول ۴ سیټونه په ایګری کلچرل انجنیرنګ پوهنځی کی د افغانانو لپاره ځانګړی شوی دی

*باید پری انجنیرنګ یی تردولسم پوهنځی وییلی وی او انټری ټیسټ پاس کړی چی د داخلی په واخت تری اخیستل کیږی، د یولسم او دولسم ټولګی فزیک،کیمیا،ریاضی او انګلیسی کی تری امتحان اخیستل کیږی*
نورتعلیمی پروګرامونه
ماستری،ایم فیل او دوکتوره هم په پورتنیو پوهنځیو کی هر افغان محصیل کولی شی داخلی واخلی البته دوی به خپل اسناد د افغانستان لوی سفارت لخوا پوهنتون ته رالیږی او بیا به امتحان هم ورکوی په ۱۰۰ کښی ۵۰ نومری اخیستل ضروری دی.
پوهنتون کښی د افغان محصیلینو ټولنه
یاد پوهنتون کښی افغان محصیلین فعاله ټولنه لری چی د داخلو په واخت کښی د نوی افغانانو وروڼو لازم خدمت او همداشان ټول کال کښی ځانګړی پروګرامونه لکه،کلتوری نندارتون،نوروز،د لوبو میلی ،ښه راغلاست او کلنی غونډی کوی
همدا شان هر کال د پوهنتون (فارن سټونډس اډوایزر)افس لخوا ټاکنی کیږی چی ریس او نوره ۱۰کیسزه کابینه د اتحادیی وټاکل شی
راپور

عبیدالله رحیمی
فیصل اباد زراعت پوهنتون کښی دافغان محصیلینو دټولنی ریس

Copyright Larawbar 2007-2024