په ایران کي سبادولسمشرۍ ټاکنې کیږي
59
دايران داسلامی جمهوریټ دولسمشری ټاکني سبادجمعي په ورځ دجون په ۱۴نیټه پیل کیږي.
دولسمشریزوټاکنو په دې یوولسمه دوره کې به دنګهبان شورا (ساتندویانو شورا)له خپلوسلګونو نوماندانونه شپږ تنه دکاندیديدولپاره وړکسان وټاکل. دغه شپږتنه به سبا دټاکنو په سیالیوکي دخلکو لخواه رایې لاسته راوړي.دغه شپږتنه (سعیدجلیلی، محسن رضایی، حسن روحانی، محمد غرضی، محمدباقرقالیباف او علی اکبر ولایتی) دي،چي داتوکاندیدانو په ډله کي دمحافظه کارانود شورالخواه تآئیدشوی دي ،یوله بل سره به سیالي ترسره کړي.
په دغو شپږو کاندیدانوکې پنځه یې دایران دمذهبي مشر ایت الله خامنه اي دمحافظه کارانوله نژدې کسانو څخه دي، خو هېڅ اصلاح غوښتونکی په کې شتون نلري.
ایرانیان به سبا (د جون په ۱۴مه) درایو مرکزونو ته ورشي،چې ددغو شپږوکاندیدانو نه د محمداحمدي نژاد ځای ناستي غوره کړي. داسي ښکاري چي سبا به ډیرایرانیان دخپلو خوښو کاندیدانو ته رایې ورکړي .اټکل کیږي چي تراتیا سلني لږایرانیان به سبا دټاکنو مرکزونه ته ورشي اوخپلي رایې به وکاروي.
په ۲۰۰۹ کال کې د ایران ولسمشریزو ټاکنو کې تر اتیا سلنې ډېرو رایی اچوونکو ولسمشریزو ټاکنو کې رایې ورکړې وي.
ایران په خپل تاریخ کې دتر ټولو ډېرو بحراني ټاکنو له کېدو سره مخامخ دی او ښایي چې دومره ایرانیان به رایې اچونې ته زړه ښه نه کړي.
دکره مالوماتوله مخي څلورکاله مخکي لاهم دتېرو ټاکنو دوه کاندیدان په کورونو کې نظر بنددي، سلګونه سیاسي فعالین لاهم په زندانونو کې دي اوګڼ شمیر هغه تورن کسان د محاکمې په انتظار دي ،چې پرمظاهره کوونکو یې دخپلو ټوپکو خولې ور اړولې او وژلي یې وو.دغه کړنو اوپېښو دایران دولسمشریزو ټاکنو په تړاو نهيلۍ ډيرې کړې دي.
ددې ترڅنګ ايران کلونه راهیسي دامریکا اولوېديځو هیوادو له اقتصادي بنديزونو سره مخامخ دى،کله چې دایران اوسني ولسمشراحمدي نژاددخپل هېواداتومي پروګرام بيا پيل کړ، نړيوالې ټولنې پرایران باندي بندېزونه نورهم ډېرکړل، اوله ۲۰۰۶ کال راهيسې يې هرکال دبنديزونونوې کړۍ ترې راتاو کړېده چې له امله یې ایرانیان گڼې ستونزې گالي.
دغوټولو ستونزوته په کتو سره څېړونکي وايي،چې ایران په خپل تاریخ کې ترټولو ډېرو بحراني ټاکنو له کېدو سره مخامخ دی او ښایي چې دومره ایرانیان به رایې اچونې ته زړه ښه نه کړي.دچارشنبه په ورځ ( د جون ۱۲مه) د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه ی دټولو ایرانیایانو او حتي درژيم له مخالفانو څخه هم وغوښتل چې په ټاکنو کې ګډون وکړي.
د موجودوکاندیدانو مخینې ته په پام سره په بهرني سیاست کې چندانې دبدلون کومه هیله نه شي کیداي ،ځکه اکثره په کې هغه کسان دي چې د ایت الله خامنه اي مریدان بلل کیږي او د ساتندویه شورا له لوري تائید شوي دي .د مثال په توګه د محسن رضايي په نوم یوه کاندید ویلي دي چی په بهرني سیاست کې به دهغو سروکرښو په اساس حرکت وکړم چې رهبر یعني ایت الله خامنه اي ېې راته انځوروي نور کاندیدان هم ورته نظرلري.
دایران په ټاکنو کي (۵۰) میلیونه وګړي درایې اچوني حق لری اودټول هیوادپه کچه (۱۲۵)زره درایې اچوني صندقونه په مختلفو مرکزونو کي ایښوول شویدي.