محمدقسیم فهیم اوعطامحمدنوردهيوادپه سياسي نظام کي بدلون غواړي

59 | جون 12th, 2013


کابل :دافغاني رسنیو له مخي دافغانستان دجمهوری ریاست لمړي مرستیال قسیم فهیم اودبلخ والي عطامحمدنوروايي،چي دافغانستان جمهوري نظام دي په صدارتي نظام باندی واوړي.دولسمشرمرستیال ښاغلي فهیم پرون دوالیانو دکنفرانس په یوه غونډه کي په ډاګه کړه،چي دافغانستان په راتلونکي سیاسی نظام کي بایدبدلون راشي .مارشال محمد قسیم فهیم پرون دوالیانو په غونډه کي وویل «که چیرې عقدې پیل شي بیا به جګړه وي، که چیرې جګړه پیل شي بیا یې څوک مخنیوی نشي کولاې، دا داسې نه ده چې څوک پرموږظلم وکړي او موږ سر ورته ټیټ کړو، موږ به صلاح واخلو او غره ته به وخیژو، که څوک وایي چې افغانان خلع صلاح شوي دادروغ ده، هرڅوک د ځان ساتنې لپاره وسلې لري».
په همدې ډول دبلخ والي نن دافغانستان دولسمشرمرستیال قسیم فهیم له لوري دملي اجماع جوړېدوطرح وستایله اوټينګار يې وکړی،چې دملي اجماع په رامنځته کېدوسره به راتلونکې ټاکنې تضمین سي.
دبلخ والي بیا دفهیم دخبرو په تآئیدوایې چي صدارتي نظام دافغانستان په ګټه دی. دهغه په ویناچې صدارتي نظام دنړۍ په کچه منل سوی نظام دی اودولسمشراولومړي وزیرصلاحیتونو پکښې جلاجلاڅرګندشويدي.
ټاکل سوې چي دراتلونکي ( ۱۳۹۳ )کال کي دوري دمیاشتي په شپاړسمه نېټه دولسمشریزې اودولایتي شوراګانو ټاکنې ترسره شي.دبلخ دوالي په وینا،په افغانستان کې بايدهغه څه درسره کړل سي،کوم چې اړين بلل کيږي اوخلک ورته اړتيا لري.
دافغاني تلویزیونوپرهنداره افغان سیاسي پوهانواو شنونکودقسیم فهیم اوعطامحمدنورپرخبروکلک غبرګون وښودي.دوی زیاته کړه چي دافغانستان په اساسي قانون کي صدارتي نظام شتون نلري اوکه اساسي قانون ته تغیرورکړل شي بیانو دافغانستان دټولوخلکو نظراړین دي.
دیادولووړخبره داده،چي دبلخ والي عطا محمد نوردافغانستان دتذکرو په ویشلوکي دقوم اوملیت لیکل اړین وګڼل او دولسي جرګي پریکړه یې ناسمه وبلله. دشنونکو په وینادافغانستان او سني چارواکي غواړي په راتلونکي کي خپل واک له لاسه ورنکړي نوځکه دخلکوپه نامه خپلي شخصي نظریي بیانوي اوخپل ناسم نظرونه ترنورو ښه بولي.

Copyright Larawbar 2007-2024