فهيم: پر ډيورنډ کرښه خبرو ته حاضر يو

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | جون 11th, 2013


کابل :پژواک د خبر له مخې د ولسمشر لومړى مرستيال د ډيورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ ستونزه بولي او وايي، افغان دولت حاضر دى چې د مذاکرې له لارې دې ستونزې ته د حل معقوله لار پيدا کړي.دا په داسې حال کې ده، چې افغان ولسمشر حامد کرزي د غويي په ١٤مه وويل، چې هېڅکله به د ډيورنډ کرښه په رسميت ونه پېژني او په اړه يې ان خبرو ته هم حاضر نه دى.کرزي ويلي وو، چې پاکستان په سرحدي سيمو کې د ستونزو د راولاړولو له لارې غواړي د افغانستان خلک د ډيورنډ کرښې په اړه خبرو ته اړ باسي او دا کرښه په رسميت وپېژني.د ولسمشر لومړى مرستيال محمدقسيم فهيم چې نن يې د واليانو ملي کنفرانس ته په کابل کې خبرې کولې، ډيورنډ د افغانستان او پاکستان تر منځ بېلوونکې کرښه وبلله او ويې ويل، چې له امله يې تل د دواړو غاړو خلک ځورېدلي دي.فهيم وړانديز وکړ، چې د ستونزې د حل په موخه دواړه هېوادونه د امريکا او ملګرو ملتونو په منځګړيتوب سره خبرو ته کېني.د ولسمشر مرستيال زياته کړه: “موږ تيار يو چې د پاکستان ګټې په معقولې طريقې سره داسې چې په مقابل کې د افغانستان د خلکو ګټې په ښکاره توګه ترلاسه او خوندي شي، په پام کې ونيسو او خپلې ستونزې حل کړو.”ده وويل، څنګه چې پاکستان د افغانستان پر وړاندې خپلې ګټې لري، دا ډول افغانستان هم خپلې ګټې لري.هغه تر دويمې نړيوالې جګړې وروسته د اروپايي هېوادونو تر منځ د سرحدي ستونزو حل ته په اشارې سره وويل، چې سرحدي ستونزې بايد د جګړې او وسلې پر ځاى د معقولې، منطقي او عادلانه مذاکرې له لارې څنګه چې په نړۍ کې دود ده او تجربه شوې، حل شي.خو فهيم په ضمني توګه پر پاکستان غږ وکړ، چې که د زور او پر افغانانو د تېري له لارې وغواړي خپلې غوښتنې پر افغانانو تحميل کړي، نو “دا ارمان به ګور ته يوسي. هېڅ امکان نه لري، هېڅ پوځي قدرت دغه کار نه شي کولى.”هغه وويل، د افغانستان په سرحدي ولايتونو کې پيسې او پاکستانۍ تذکرې وېشل کېږي چې په باور يې جنجال زېږوونکى کار دى او د دواړو هېوادونو خلک له ډېرو ستونزو سره مخ کوي.ده د پاکستان له نوي حکومت او پوځ څخه غوښتنه وکړه، چې دا ډول حرکتونه پرېږدي، تر څو موضوع تر جګړې ونه رسېږي.د ډيورنډ کرښه په ١٨٩٣ ميلادي کال کې د انګليسانو له خوا د وخت د برېتانوي هند او افغانستان تر منځ د پولې په توګه رامنځته شوه، خو افغانستان هېڅکله دغه کرښه د نړيوالې پولې په توګه نه ده منلې.په ١٩٤٧ ميلادي کال کې، چې پاکستان جوړ شو او د اوسني خيبر پښتونخوا او بلوچستان سيمې په کې شاملې شوې، کابل بيا هم دغه پوله ونه منله.د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند عزيزاحمد چوهدري شاوخوا يوه مياشت وړاندې په خپلو خبرو کې د ډيورنډ کرښه د دواړو هېوادونو تر منځ حل شوې موضوع وبلله.

Copyright Larawbar 2007-2024