دکابل دهوايي ډګر جګړه داوو وسله والو په وژلوسره پای ته ورسیده

59 | جون 10th, 2013


کابل:دکابل امنيه قوماندان مل پاسوال ايوب سالنګي رسنیو ته دکابل دهوایې ډګر دپېښې په هکله خبريالانو ته وويل،چې ټول اووه وسله وال بريدګر کسان وژل شوي، او سیمه دامنيتي ځواکونو ترکنټرول لاندې ده .
ښاغلي سالنګي دکابل پروخت دسهارپرنه بجي دپیښي په سیمه کي خبریالانوته وویل،چي داوو (۷)بریدګرو په وژلو سره جګړه یزعملیات پای ته ورسیدل او اوس حالت دډاډوړدي. هغه وویل دووتنوبریدګروخپلوواسکټونو ته چاودنه ورکړه اوپنځه نوریې دامنیتي ځواکونو سره دمقاومت په جریان کي ووژل شول.
دهغه په وینا دبریدګروهویت او اصلیت نه دی مالوم .سالنګي زیاته کړه چي دبریدپرمهال امنیتي ځواکونوته هیڅ کوم زیان نه دي اووښتي ،ولی یواځې یو ه خیمه چي دهوایې ډګرپه په یوه څنډه کي ولاړه وه ویجاړه شوی ده.
داسي ویل کیږي چي بریدګروکسانو دبهرنیو سرتیرونظامي دریشي اغوستي وي. بل لوري دایساف ځواکونودقومنداني ویاندوایې چي مخالفینودکابل دهوایې ډګرپه یوه پرخه باندي بریدونه پیل کړل. هغه وایې چي دبریددشنډولوچاري دافغان ملي امنیتي ځواکونو په غاړه وي ،مګردایساف ځواکونو يواځي ددوی سره ګډه همکاري اومرسته کوله.دغه برید په داسي حال کي ترسره کیږي چي نن افغان جمهوررئیس حامدکرزی دقطرڅخه خپل هیوادته راروان وو.
طالبانو دایمیل له لاری لراوبرویب پاڼی ته ویلي ،چي بریددطالبانو له خواه سرته رسیدلي اوډیردرانه مالي تاوانونه یې دولت ته اړولي دی.دوی دبریدګروطالبانو نومونه هم په ډاګه کړه او زیاته یې کړه چي محمدمراداوسیدمحمددبدخشانولایت، مطیع الله اوفواددکابل ولایت، عبدالباقي دکندزولایت اوحاجي الله دتخارولایت او سیدونکي وو.
په لاندي ویډیو کي دنن ورځي بریدپه ژوندي بڼه وګوري.

Copyright Larawbar 2007-2024