زابل شپږ بریدکونکي او یوپولیس ووژل شول

جاويد احمد تنوير | جون 10th, 2013


ددوشنبي په ورځ یولس بجي په سپکو وسلو او چاودیدونکو توکو سمبالو ۶ وسله والو ددي ولایت دولایتي شورا د دفتر پروړاندې لومړى موټر بم چاودنه وكړه او ورسته ودانۍ ته ننوتل . دزابل امنیه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لیوني وایی ترچاودني وروسته ددولتي ځواکونو او وسله والوترمینځ نیم ساعت نښته وشوه چی په ترځ کی یی ۶ واړه وسله وال ووژل شول ، نوموړي زیاتوی چی په نښته کی یوپولیس هم وژل شوی دي او دپنځو نورو په ګډون ۲۰ ملکي وکسان ټپیان دی.

دزابل دولایتي روغتون چارواکی بیا دولایتي شورا دیوي غړې فوزيې په ګډون د ۲۱ ټپیانو دروروړلو خبر ورکوي ، ددغه روغتون رئیس داکتر زلمي رښتین په ټپیانو کی د ۳ کسانو روغتیایی حالت داندیښني وړ بولي .په ورته وخت کی دزابل مرستیال والی محمد جان رسولیاروایی بریدکونکي مخکي له دی نه چی خپل هد ف ته ورسیږي وژل شوی دی ، ،دیادولو ده چی چاودنه ډيره زیاته زوره وروه او او دنژدی ریاستونو دودانیو دړنګیدلو ترڅنګ یی دکورنو زیاتي هینداري ماتي کړي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024