دپښتونخوا افغان محصلينو کابينه اعلان کړه

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | جون 12th, 2013


پېښور: د خیبر پښتونخوا دافغان محصلينو اتحاديې دټاکنو دکميسون له خو ا لروبر ته په راستول شوې خبرپاڼه کې څرگنده شوې د خيبر پښتونخواد افغان محصلينو اتحاديې خپله نوې کابينه اعلان کړه. دټاکنو دغه پروسه دپخواني رئيس رياض درمل په مشرۍ د پنځه کسيز خپلواک کميسيون لخوا د٢٠١٣ ميلادي کال د جون د مياشتې پر١٠ (لسمه) نېټه د ماذيګر له ١ بجې نه تر٤ بجو پورې دپېښور پوهنتون په پرل پارک کې ترسره شوه.ديادونې و ړ ده چې په دغو ټاکنو کې دپخوا په پرتله په سوونو محصلينو برخه واخسته په نتيجه کې درايو په اکثريت سره خليل کريمي رئيس، وفي الله جلالزی مرستيال رئيس، انيس وحدت د بهرنيو اړيکو مسئول، نذير روښان د فرهنګي چارو مسئول، فتح الله مالي مسئول، رياض زغم د عامه اړيکو مسئول او ميرويس سپورتي مسئول وټاکل شول.ټاکنې په ډېره دوستانه او ديموکراته فضاء کې سرته ورسېدې.دافغان محصلينو اتحاديه يوه علمي ټولنه ده. له هېڅ راز ډلې ټپلې څخه ننګه او دفاع نه کوي بلکې يواځې او يواځې د افغان محصلينو د ستونزو دحل لپاره جو ړه شوې. دغونډې په پای کې د پخواني رئيس نجيب ننګيال د خدمتونو ستاينه وشوه او د محصلينو لخوا په ډاليو و نازول شو.

Copyright Larawbar 2007-2024