خيبرايجنسۍ کې دپاکستاني پوځ يو افسر وژل شوى دى

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | جون 14th, 2013


پېښور:خيبرايجنسۍ د تيراه په سيمه کې دلټونې دعملياتو په مهال دليفټننټ کرنل درتبې دپاکستاني پوځ يو افسر سجاد مشتاق دلټونې دعملياتو په مهال شوې چاؤدنه کې وژل شوى دى. دپاکستاني پوځ مطبوعاتي څانگې ائي ايس پي ار پخپل يو بيان کې وئيلي دي چې ليفټننټ کرنل سجاد مشتاق دتيراه دميدان په گل بائي سيمه کې دعمليانو مشري کوله چې پښه يې پرماين برابره شوه او په ترڅ کې دغه پوځي افسر هاغه مهال ووژل شو

Copyright Larawbar 2007-2024