محمد علي جناح کور کې چاودنه شوې

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | جون 15th, 2013


کوټه :د بلوچستان په زیارت سیمه کې د بمي چاودنې له امله یو کس وژل شوی. بم د پاکستان د موسس محمد علي جناح مېشت ځای ( زیارت ریزیډینسې ) سره خوا کې شوی. د ځايي پولیسو مشر نصیب کاکړ وویل، چې د جمعې او شنبې تر منځ شپې مهال څلور وسله وال کسان هغه کور ته ننوتل، چې یو وخت د محمد علي جناح مېشت ځای وو او هلته یې بمونه ځای پر ځای کړل.د نوموړي په خبره د وسله والو له لوري د ځای پر ځای شویو بمونو چاودنو له کبله د دغه کور وداني بيخي ويجاړه شوې ده . د نوموړي افسر په وینا د وسله والو بم اېښودونکو د ډزو له کبله یو پولیس سرتېری هم وژل شوی. زیارت په شنېلي او ځنګلونو پوښلې سیمه ده، چې له مړینې مخکې د پاکستان موسس محمد علي جناح په کې اوسې

Copyright Larawbar 2007-2024