دایران دولسمشرۍ په ټاکنو کي حسن روحاني تراوسه له نوروسیالانو نه مخکې دي

59 | جون 15th, 2013


تهران: دایران خبری رسني وایې،چي دایران دولسمشرۍدټاکنودشپږوکاندیدانوله ډلۍ نه حسن روحاني دنوروسیالانوڅخه مخکې دی.حسن روحاني دڅه بالا (۱۶)میلیونو رایې شمیرنوڅخه تراوسه پوري ترنیمایې زیاتي رایې یعني(۸۴۳۹۵۳۰) رایې ګټلي دي.دوهم درجه محمدباقرقالیباف (۲۵۶۰۳۸۳ رایې،دریم محسن رضایی(۲۱۰۱۳۳۰) رایې،څلورم سعیدجلیلي (۱۸۹۰۴۶۲)رایې،پنځم علي اکبرولایتي (۹۷۷۷۶۵) رایې او اخرنی سیدمحمدغرضی (۱۹۶۹۲۲) رايي ګټلي دي.رسمي شمېرنې ښيي،چې،حسن روحاني دشمېرل شویو رایونه (۵۰ )سلنه ترلاسه کړېده.که ښاغلی روحاني همداسې مخکښ پاتې شي ،نودټاکنو دوهم پړاو یادورته به اړتیا نه وي.
ښاغلي روحاني منځپالې محافظه کاردي اودایران دپخوانيوولمشرانواکبرهاشمي رفسنجانی اوسیدمحمدخاتمی له ملاتړوڅخه دي .
دایران دټاکنو کميته وایې،چي درایوورکونکوشمیرتربل هروخت ډیردي اودمګړۍ(۸۰٪ )سلنه ایرانیان حاضر شوي،چي دخپلي خوښي رایه دوړکاندید په ګټه وکاروي.
دنورومالوماتولپاره دلراوبرسره پاتي شي.

Copyright Larawbar 2007-2024