نیمروز دمور ورځ ولمانځل شول

جاويد احمد تنوير | جون 17th, 2013


دغبرګولي په۲۷ نیټه دموردورځې څخه دپرتمینومراسموپه ترځ کې ستاینه وشوه.په دی غونډ کې چې دآزاي په میلمستون کې دنیمروزدولایت مقام دمرستیال،ددولتي اوغیردولتي ادارو رئیسان اویوشمیرمیندواونورومیلمنوپه ګډون ترسره شوه دسهارپه ۰۹:۳۰بجودپاک قران دڅومبارکوایاتودتلاوت په ذریعه پیل،وروسته له هغه دګران هیوادملي سرود ګډون کونکوته واورل شو.ورپسې دنیمروزدښځوچارودریاست رئیسه آغلې آمنه حکیمی دښځوچارودوزارت پیام ګډون والوته وړاندې کړ،بیادنیمروزدولایت مقام مرستیال الحاج محمدقاسم خدری،دمحکمې رئیس ښاغلی الحاج عطاالله فکری،دزرنج ښاروال الحاج محمدسرورنظری،دمیرمن کلتوری ټولنې رئیسه آغلې شاه ګل ګلزاده حقدوست،آغلې فرشته شیرزاد دزرنج یوه فعاله ښوونکې،میرویس بلوڅ دځوانانودچارودمدیریت غړی خپلې ویناوې دموردویاړلي مقام په هکله ګډونکوته وړاندې ګړې اوپه دی ترځ کې دزرنج دټولنیزې شورادسرودډلې یوه ښکلې ترانه چې په دې ویاړېې چمتوکړې وه ترسره کړه دغونډې په پای کې یوڅو فعاله اوزیارکښه میندوته دښاروالۍ له خواتحفې ورکړل شوې،دغوندي پرمهال دښاروالي لخوا هم دموردورځي په مناسبت مرسته شوی وه ترڅو مینه تشویق کړي چی دښاروالي سره په پروګرامونوکی مرسته وکړي

Copyright Larawbar 2007-2024