دافغانستان دریل ګاډۍ کرښه ترترکمنستانه پوري غځیږي

59 | جون 17th, 2013


کابل:دافغانستان دټول ګټووزیرنجیب الله هوژن په یوه خبري غونډه کي وویل،چي په راتلونکودووکلونوکې به افغانستان له ترکمنستان سره درېل ګاډۍ کرښې په واسطه سره ونښلول شي. هغه زیاته کړه ،چې دآمو سيندپرڅنډه دبلخ ولايت له کلدرا ولسوالۍ څخه ترترکمنستان پورې د (۳۳۰ )کيلو متره درېل ګاډۍکرښې دجوړېدو چارې پيل شوې.
دريل ګاډۍدغه کرښه دبلخ ولایت له کلدار ولسوالۍ څخه پيل کيږي،له شبرغانه څخه تېرېږی اودفارياب ولايت داقينې بندرله لارې به ترکمنستان ته ورسېږي.
ددټولګټووزیروويل،چې درېل ګاډؤۍدغه کرښه به دآسيايي بانک لخوا د(۴)ميليارده امريکايي ډالروپه ارزښت په راتلونکودووکلونوکې جوړه اوګټې اخيستنې ته به چمتو شي.نوموړي زياته کړه،چې ديادې کرښې په جوړېدوسره به افغانستان دترکمنستان له لارې دمنځنۍ آسيا هېوادونو ته لاره پيدا کړي.هغه وایی دريل ګاډۍدكرښې عملي كارونه همدا اوس پيل شوي دي اومونږددغې پروژې دجوړيدوپروړاندې كومه ستونزه نه وينو.دهغه په ويناله دې سره به ډیروافغانانوته دکاردزمينې دپيداکېدوسربېره دافغانستان دسوداګري چاري هم په ګړندۍ توګه پرمختګ وکړي.
ديادولو وړده،چې مخکې هم دازبکستان اوافغانستان ترمنځ دحيرتان بندرله لارې درېل کرښه غځېدلې ده. دغه کرښه،چې دحيرتان بندر څخه پیل اودمزراشريف ښارترمنځ( ۷۹)کيلومتره اوږده ده،له تېريوکال را په دې خوا ددي کرښي چارې بشپړې شوي اودګټي اخیستلو وړګرځیدلي ده.

Copyright Larawbar 2007-2024