ولسي جرګي دمالیی وزیرداستیضاح پریکړه وکړه

59 | جون 17th, 2013


دافغانستان دولسي جرګي غړوله اوږده بحث نه وروسته درایو په اکثریت سره پریکړه وکړه چي دمالیي وزیرښاغلي عمرزاخیلوال داستیحضاح لپاره عمو مي غونډۍ ته راوغواړي.
وکیلانودغه پریکړه هغه وخت وکړه،کله چي دمالیي وزیردشپږووکیلانوداسنادوپه هکله ددوشنبي په ورځ دولسي جرګي داستجوابیه غونډۍ ته حاضرنشو.
دولسي جرګي دپروسیجرله مخي کله،چي کوم وزیرداستجوابیه غونډي ته حاضرنشي،نوهغه داستیحضاح غونډۍ ته راغوښتل کیږي.دولسي غړوددوومخالفورایو په مقابل کي داکثریتوغړوپه موافقي سره دعمرزاخیلوال داستیحضاح پریکړه تآئیدکړله.
دولسي جرګي دغړواودمالیي وزیرترمنځ شخړي هغه وخت زورواخیست،چي دمالیي وزیرعمرزاخیلوال دولسی جرګي په تیره غونډه کي دهغوشپږووکیلانونومونه په ډاګه کړه چي دده په وینادقاچاق،رشوت اودرغلیوکی لاس لري.
ولسي جرګي دیوه ځانکړي کمیټي لخواه ددي موضوع په اړه پلټني پیل کړي،ولي دمالیي وزیردهغووکیلانو اسنادولسي جرګه ته ونه سپارل،بلکي هغه یې ولوې څارنوالي ته ولیږل.
ولسی جرګه غواړي،چي دمالي وزیرلخواه پرشپږووکیلانوباندي یادتورونه بایدټوله دشواهدواسنادوپربنسټ ولاړوي.داچي دمالیي وزیراوولسي جرګه به داستیحضاح په عمومي ِغونډه کي څرنګه پریکړه وکړي موږ به یې په راتلونکو څوورځو کي ووینو.

Copyright Larawbar 2007-2024