خیبر پښتونخوا ايالتي حکومت بوديجه کړه

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | جون 17th, 2013


پېښور:د خيبر پښتونخوا نوي ايالتي حکومت د څه باندې شپږ ميلياردو ډالرو خپله نوې کالنۍ بودجه اعلان کړې ده.په پېښور کې صوبايي جرګې ته د ماليې وزير سراج الحق د نوې بودجې د اعلان پر وخت وويل چې پرمختيايي پروژو ته يې د تېر کال په پرتله ١٧ % ډېرې پيسې ايښي دي.ګڼ شمېر دولتي مامورينو ته يې معاشونه تر ١٥ فيصده پورې ډېر کړې دي.د پښتونخوا حکومت به څه باندې دوه ميليارده ډالره د فدرالي حکومت له ماليو ترلاسه کوي چې د تېر کال په پرتله په سلو کې اته ډېره برخه ده.د پاکستان مرکزي حکومت له ترهګرۍ سره د جګړې لپاره هم د پښتونخوا حکومت ته د تېر کال په پرتله اته فيصده ډېرې پيسې منلي دي.په دغه نوې بودجه کې تر ټولو ډېر پام د تعليم ډګر ته شوى دى.د پښتونخوا حکومت د ماليې وزير وايي دوى به پر تعليم تر ٥٠٠ ميليونه ډالرو ډېرې پيسې لګوي.هيله دا ده چې با استعداده زده کوونکي د سکالرشپونو يا بورسونو له لارې لوړو زده کړو ته وهڅوي.نوې بودجه وايي د ماسټرۍ سند لرونکي هغه زده کوونکي چې کار نه لري د مياشتې ٢٠٠٠ روپۍ بودجه کې هغو زده کوونکو ته چې د ماسټرۍ سند لري خو کار يې نه دى موندلى د مياشتې څه باندې ٢٠ ډالره تنخواه ټاکلې ده.د ماليې ايالتي وزير وويل چې د نجونو د هڅونې لپاره له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د مياشتې څه باندې دوه ډالره مني.د پښتونخوا حکومت غواړي چې ١٠٠ نوي لومړني ښوونځي جوړ کړي او ٥٠ منځوي ښوونځي پر ليسو بدل کړي.دغه راز په پېښور کې يو نوى پوهنتون هم په پام کې نيول شوى دى.د روغتيا د ډګر لپاره که څه هم ډېرې پيسې نه دې بېلې شوي خو چارواکي وايي چې د سرطان، ايډز او ځينو نورو ناروغيو په سلو کې ٢٠ بې وزلو ناروغانو ته به وړيا درملنه برابروي.د برېښنا په برخه کې د پښتونخوا حکومت وايي چې ١٠٠ کليو ته به د لمر برېښنا ورکوي.په خپل لومړني غبرګون کې حکومت مخالفي جمعيت علماى اسلام ګوند ويلي چې پر ترانزيت لاريو ماليه يې د پښتونخوا د خلکو لپاره ښه خبره نه ده.د جمعيت علما اسلام ګوند د رسنيو د چارو مسوول جان محمد اڅکزي وويل چې دا ماليه به د خلکو پر کاروبار منفي اغېز وکړي. د خیبر پښتونخوا حکومت د مالي کال ٢٠١٣ـ٢٠١۴ د پاره د ٣۴۴ اربه روپو نوی بوديجه صوبائي اسمبلۍ ته وړاندې شوه چې پکې ددولتي ملازمینو تنخاگانو او تقاعد کې د ١٥ فیصد زياتوالې وړانديز شوی دی. دماليي صوبائي وزیر سراج الحق د اسمبلۍ د بجټ خصوصي غونډې ته بوديجه وړاندې کړه چې د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ کې د صوبې ائتلافي حکومت وړمبی مالي تگ لاره ده. بوديجه کې د گریډ ١ نه تر د ١٦ پورې د صوبائي حکومت سرکاري ملازمینو په تنخاگانو کې د ١٥ فیصد اضافې تجویزشوی دی. ددې ترڅنگ د ریټائر ملازمینو په پنشن کې هم د ١٥ فیصد اضافې تجویز شوی دی.خپل بجټ تقریر کې سراج الحق وویل بجټ کې د حکومتې انتظاميي د ضرورتونو، د سیمې د پرمختگ او د اولس د خیر ښیگړې ضرورتونه په پام کې نیول شوي دي.د سالانه پرمختگ د پاره بجټ کې ١١٨ اربه روپۍ ټاکلی شوي دي. صوبه کې به د ٥٣١ نوي ترقیاتي منصوبې ‍شورو کولی شي.د اولسي خیر ښیگړې په لړ کې بجټ کې تعلیم، د امن او امان بهتري او صحت مدونو د پاره ټاکلې شوي پنگې د وړاندې په مقابله کې زیاتې کړی شوي دي. نوي بجټ کې بنیادي تعلیم د پاره شا او خوا ٦٦ اربه روپۍ، د اعلا تعلیم د پاره قربیاً شپږ اربه روپۍ او د صحت د پاره ق٢٣ روپۍ ټاکلی شوي دي.صوبه کې د امن او امان صورتحال او د صوبائي پولیس کارکردگي بهتر کولو د پاره ٢٣ اربه روپۍ ټاکلی شوي دی.د صوبې د غنمو ضرورت پوره کولو د پاره، صوبائي حکومت به د غنمو اخستلو د پاره د دوه اشاریه پنځه اربه روپو سبسډي ورکولو تجویز کړی دی.د گل په ورځ وړاندې کړی شوي بجټ کې نوی ټیکس نه دی لگول شوی خو مبطوعاتي رپورټونه وايي په افغان ټرانزټ ټریډ د نوي صوبائي حکومت لخوا د ټیکس لگولو امکان موجود دی.نوی بجټ به اسمبلۍ کې د بحث ورسته منظورولی شي. تحریک انصاف په ائیلافي حکومت کې جماعت اسلامي او قومي وطن پارټي اهم شرکت دار دي. د خزانې صوبائي وزیر سراج الحق د جماعت اسلامي سره تعلق لري او د گوند صوبائي مشر دی.

Copyright Larawbar 2007-2024