د ايساف هوايي بريد اته ماين ښخوونکي ووژل

عطاالله محمدي | جون 19th, 2013


د ايساف ځواکونو هوايي بريد د کندهار په شاوليکوټ ولسوالي کي اته ماين ښخوونکي وژلي دي.
دغه بريد تېره شپه يوه بجه د شاوليکوټ ولسوالۍ د کيسۍ غره سره نژدې د کندهار او روزګان ولايتونو پر سرحد باندي سوى چي پرمهال ئې يوازي او يوازي ياد سوي اته ماين ښخوونکي وژل سوي.
په ياده سوې هوايي حمله کي د سيمي ملکي وګړو ته هيڅ راز ځاني او مالي زيان نه دى اوښتى.
په دې اړه خپله وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.

Copyright Larawbar 2007-2024