افغان دولت په قطرکي دطالبانوددفتردپرانیستلووروسته دامریکا سره دامنیتي تړون په هکله خبري وځڼدولي

59 | جون 19th, 2013


کابل:دافغانستان دملي امنیت شوراواېې،چي دامنیتي تړون پرسردافغانستان او امریکادمتحده ایالتونو ترمنځ روانې خبرې دافغانستان له لوري ځنډول شوېدي.
کله چي دافغانستان جمهوررئیس حامدکرزي تیره اووني قطرته رسمۍ سفروکړی اوهلته یې دقطردآمرپه ګډون دنوروسیاسي چارواکوسره په قطرکي دطالبانوددفترپه هکله ژوري خبری پیل کړي وي،ددې سفر اصلي موخه داوه ،چې لمړۍ دکابل اودوحې ترمنځ په سیاسي اودېپلوماتیک ډګرکې دوه اړخېزې همکارۍ اوتماسونه ډېرشي،اوپه نوروبرخو لکه تجارت او اقتصادکې هم پرمختګ راشي.دسفر دوهمه موخه ،دسولې دبهیرپه اړه وه،چې ټولو ته وښيي هغه ابهامات اواوازي کوم چي دقطرهیواددرسمي دریځ اوپه دوحه کې دطالبانو ددفتردپرانیستلو په اړه موجودوي، وضاحت اوڅرګندوالي راشي.”
هیوادته دحامدکرزی دراستنیدووروسته هغه په ارګ کي دجهادي مشرانو،دسولي دعالي شوراغړو،دپارلمان غړواودولتي لوړپوړوچارواکو په ګډون یوه پرتمینه غونډه راوبلله،چي هدف یې په قطرکي دطالبانوددفتردخلاصولوپه اړوندددوی نظري اومشوري اخیستل وو.ددي غونډي ګډون کونکوټولو په قطرکي دطالبانو ددفترپرانیستل تائیدکړل.
بل لورته تېره شپه طالبانو په قطرکې ددفتر له پرانیستلو نه وروسته وویل،چې په قطرکې دسياسي دفتردجوړولو يوازېنى هدف دادي چې له “اشغال” څخه افغانستان خلاص کړی.
له دې نه مخکي دجون په لومړیوکې دامریکادبهرینو چارو وزیرجان کېري له کرزي سره اوږدې تیلیفوني خبرې کړې وې،چې دچارواکو په ویناپه قطرکې دطالبانو پردفتر هم ډېرڅه په کې ویل شوي وو.
په قطرکې دطالبانودسياسي دفترله پرانيستو مخکې دطالبانو استازو تهران ته سفر وکړي او په تهران کې یې له ايراني چارواکوسره دطالبانوداستازيتوب خبري ددوى دقطر ددفتر دپرانستلوموضوع شامله وه.
بل لوري یو تازه خبر وایې،چي نن امریکااوطالبانو دواړوپه ډاګه کړه،چي ډیرژربه دسولی په تړاوپه خپلو کي نیغ په نیغ خبری پیل کړي.
دیادوني وړده،پاکستان چي دطالبانوکوربه هیواددئ اودطالبانودغورځنک ټوله لړۍ له هغه هیواده پیل شویده،اوس دمګړۍ په قطرکي دطالبانو ددفتردپرانیستلو په درشل کي له پام څخه غورځول شوی دي اوپه دي پروسه کي دنظراومشوري څخه پرته له موضوع څخه لیری پاته شوی دي .

Copyright Larawbar 2007-2024