دامریکاپه مشوره دافغان دولت اوطالبانوترمنځ دخبروڅرک بیاپيدا شو

59 | جون 19th, 2013


دافغانستان دولت دجمهوری ریاست دفترخبرورکوي،چي دامریکادمتحدوايالاتودبهرنيو چارووزيرجانکیري له حامدکرزي سره نن ناوخته تيلېفوني خبرې وکړي اوپه قطرکې يې دطالبانوددفترپه اړونددخبروپه سپیناوي وږغیدل.افغان دولت په قطرکي دطالبانوددفترترپرانیستلووروسته هغه وخت په خښم شو،کله چي طالبانودخپل دفتردلوحي نوم دافغانستان داسلامی آمارت په نامه یادکړی.افغان دولت لمړۍ دامریکاسره دامنیتي تړون په هکله خبري وځنډولي اوبیایې دطالبانو سره دخبروټولي اړیکي په ټپه ودرولي.
افغان چارواکي وایې،چي دوی په قطرکی دطالبانو داسلامی آمارت نوم په رسمیت نه پیژني نو ځکه ددوی سره خبروته چمتونه دي. دامریکادبهرنیو چارووزیر ښاغلي کيري کرزي ته په تیلفون کي ويلي،چې دقطرحکومت اوس داسې گامونه اخيستي،چې دغه دفتربه يوازې دخبرو اترولپاره وکاريږي.
بله خواه دافغانستان دولت دجمهوری ریاست دفتروايي،چي دامریکا لخواه دوی ته ويل شوي چې په دوحه کې دطالبانوله دفتره څخه دهغوى بيرغ اوداسلامي امارت نوم ليرې شوى دى.
بل لوري دحامدکرزي وياندوايي،چې که په عمل کې کابل وويني چې دطالبانو له دفتره داسلامي امارات نوم او دطالب واکمنۍ بيرغ ليرې شوى دى،نو هغه وخت به بيرته له امريکا سره پرتړون اوله طالبانو سره دسولې خبروته لېوالتيا وښيي.

Copyright Larawbar 2007-2024