ارګ:په قطرکي دطالبانوسره دسولي خبري نه کوو

59 | جون 19th, 2013


کابل:دافغانستان دولت نن مازدیګرپه یوه رسمي اعلامیه کي په ډاګه کړه ،چې په قطرکي دطالبانو سره دسولي په اړوندخبرو ته چمتو نه دي ،اوپه دي هکله به دطالبانو سره خبري ونکړي.
دغه مطلب هغه وخت بربڼدشو،چي نن په ارګ کي دحامدکرزي په مشرتابه دجهادي رهبرانو،سیاستوالو اودسولې دعالي شورا اجراییوي پلاوي یوه ګډه غونډه وکړه په غونډه کې له ډیربحث نه وروسته پریکړه وشوه،چي افغان دولت په قطرکي دطالبانوددفترپرانیستې څرنګوالي اوهغه پیغامونه چې طالبانو له هغه ځایه خپاره کړل، له هغو تضمینونوسره متضادوبلل شول، چې دمتحده ایالاتو له لوري افغانستان ته ورکړل شوي وو.دغه خبرپاڼه زیاتوي، افغانستان سولې ته درسېدو اودهېوادد اساسي قانون پربنسټ د تېرو( ۱۰)کلونو دلاسته راوړنو اوخوندي ساتلو لپاره له طالبانو سره دخبروغوښتنه کوي، خو دخبر پاڼې له مخې دجګړې او وینې تویولو هغه پیغامونه چې ددې دفترله پرانیستلو سره سم خپاره شول دافغان حکومت له سوله غوښتونکې روحیې سره په ټکرکي دي.
بل لوري افغان دولت نن سهاروختي رسنیوته په ډاګه وویل،چي دوی دامریکا سره دامنیتي تړون په هکله خبري وځنډولي. دارګ په خبر پاڼه کي راغلي،چې قطرکې دطالبانو ددفتردپرانیستې ترشا دبهرنیو قدرتونو لاسونه دي. اوترهغې چې دسولې پروسه په بشپړه توګه افغاني نه شي،افغان لوري به دافغانستان دسولې عالي شوراپه استازیتوب دقطرپه خبروکې برخه وانخلي.افغان دولت دا ونه ویل چي دکوموبهرنیو هیوادولاسونه پکښی دي.
دافغان چارواکو په وینا جمهوررئیس کرزي دطالبانو پربیرغ اوددفترپراصلیت او رسمیت باندي شک او اعتراض کړی،چې پردغه ودانۍ رپېږي اودکوم دولت نما یندګی کوی؟. دغه څرګندونې نن له هغه څخه یوه ورځ وروسته کېږي، چې امریکايي چارواکو اعلان وکړ،چي له طالبانو سره به مخامخ خبرې پیل کړي.امریکايي چارواکوخبریالانو ته وویل، په پام کې ده،چې ډیرژرپه دوحه کې دمتحده ایالاتواودطالبانوداستازوترمنځ دخبرو لومړی رسمي پړاوپیل شي.
بل لوري دافغانستان ولسی جرګي هم په قطرکي دطالبانو ددفتردپرانیستلوپه هکله ژوره اندیښنه څرګنده کړله اودغه دفتر یې غیرقانونی وبالي.که څه هم افغان دولت دوي ورځي مخکي دجهادي مشرانو ،دسولي دعالي شوراداستازو ،وکیلانو اوددولتي چارواکوپه ګډون په ارګ کي یوه پرتمینه غونډه کړی وه ،اوپه قطرکي دطالبانو سره دخبرو اترو په باره کي هو یا موافقه هم په ډاګه کړی وه ،ولي نن بیا دغونډي ګډونوالو دغه دفترپه مختلفو دلیلو نوسره تحریم او ردکوي.
دافغان شنونکو په اند افغان دولت ویره لری،چي په قطرکي دطالبانوسره دسولي دعالي شورا دغړواودافغاني دولت دلوړپوړوچارواکو سره دخبرولپاره دفرصت او مهلت پایلي ډیرکمزوري ښکاري.ځیني سیاسي کارپوهان بیا وایې چي افغان دولت نه غواړي ددوی په دولت کي طالبان ورګډشي ځکه دوی نه غواړي خپل سیاسي واک او لوړمقامونه له لاسه ورکړي.داچي نوربه څه کیږي اوامریکایې لوري به دي هکله څه ووایې ،کوم چي دشخړۍ اوقضیي اصلي عامل بلل کیږي.

Copyright Larawbar 2007-2024