دبشري حقونودکمیسون نوې ټاکلي کمیشنران کافي تجربه نلري

59 | جون 19th, 2013


کابل:په کابل کي یوه خبری رسني وایې،چي دافغانستان دمدني ټولنې او بشري حقونو شبکې دسې شنبې په ورځ ویلي، هغه پنځه کميشنران چې دحامدکرزي له خوا دبشري حقونو دخپلواک کميسيون لپاره ټاکل شوي ددې دندو وړتيا نلري او يو شمير يې په سياسي ګوندونو پورې تړلي دي.دمدني ټولنې شبکه او بشري حقونه ددې مطلب په څرګندولو سره وايي چې جمهوررئیس کرزي ددې کميشنرانو دټاکلو په اړه له مدني ټولنو سره هيڅ سلامشوره نده کړې.
دوی له حامدکرزي غواړي چې دپنځو کميشنرانو په اړه له سره غور وکړي.دافغانستان دمدني ټولنې او بشري حقونو شبکه دبشري حقونو دخپلواک کميسيون دپنځو کميشنرانو دګمارلو په اړه دجمهوررئیس پر پريکړې په نيوکې سره وايي،په داسې حال کې چې د بشري حقونو په برخه کې د توانمنو او کارنده کانديدانو نوملړدافغانستان د مدني ټولنې د استازو لخوا ولسمشر ته ليږل شوی و خو ولسمشر د مدني ټولنې له ادارو سره له مشورې پرته پنځه تنه کميشنران د بشري حقونو خپلواک کميسيون ته معرفي کړي دي.
دافغانستان دبشري حقونو او مدني ټولنې د شبکې مسوول، محمد نعیم نظري وویل: «د بشري حقونو د د خپلواک کمیسون د کمیشنرانو په اړه معلومات موږ ته رارسیدلي دي، یو شمېر یې په سیاسي ګوندونو پورې تړاو لري چې دا په هیواد کې د بشري حقونو د یوې ملي ادارې په توګه د دې کمیسون مدیریتي او تخصصي خپلواکۍ ته زیان رسوي.»له بلې خوا د دې ادارې يو شمير غړي ټينګار کوي د دغو پنځو کميشنرانو په ګمارلو سره به د بشري حقونو د خپلواک کميسيون پنځه کلنې هڅې له ننګونو سره مخامخ شي.
دیادې شبکې یوه غړي، جاوید شکیب وویل: «هغه کسان چې د بشري حقونو د خپلواک کمیسون د کمیشنر په توګه ټاکل شوې بایددبشري حقونو ارزښتونو ته ژمن واوسي، خو دولسمشر لخوا ددغو پنځو کمیشنرانو په ورپیژندلو سره ددې ادارې فعالیتونه لمنځه ځي اوله ټولو هڅو سترګې پټې پټیږي».
دغه اداره خبرداری ورکوي که ولسمشر د بشري حقونو دکميشنرانو پرګمارلو له سره غورونکړي په هيواد کې به دبشري حقونو دپياوړتيا لپاره دمبارزې په کارکې د بشري حقونو دخپلواک کميسيون فعاليتونه پيکه شي او همداراز به په هيواد کې د بشري حقونو ارزښتونو ته لوي زيان ورسيږي.

Copyright Larawbar 2007-2024