دسعودی عربستان یوشهزاده غواړی دنړۍپه کچه ترټولوجګپوړیزي وداني جوړي کړي

59 | جون 19th, 2013


ریاض:دیوه خبرله مخي دسعودي عربستان یوځوان شهزاده الولیدبن طلال غواړی دټولي نړۍ په کچه دنړۍ په مشهوروښارونوکي د(۱۶۰۰) متروپه لوړوالي سره څوجګپوړيزي وداني جوړي کړي. شهزاده الوليدبن طلال دسعودی عربستان دمیلیاردروکسانو څخه دی. هغه غواړی دنړۍ په مشهوروښارونو کي ،لکه مسکو،لندن،نیویارک اوشانګهاي کي جګپوړیزي آسماني وداني جوړی کړي. نوموړۍ وایې دغه دنده یې دودانیوجوړولو یوه سترشرکت ته چي مشری یې محمدالعبارپه غاړه لری سپارلي ده.الولیدرسنیو ته ویلي،چي په نړۍ کي ددغولوړوجګپوړیزو ودانیودجوړولولپاره،چي جګوالي به یې (۱۶۰۰)متروته ورسیږي په خبرواومشوروبوخت دی. هغه وایې،چي ددي ودانیودجوړولوټول لګښت لامالوم نه دي،ولي دمسکو، نیو یارک،لندن،شانګهاي اودمنځنۍ آسیادوتلوشریکانوڅخه یې هیله کړی چي ددي پروژي په هکله خپلي غوښتني اومشوري زموږسره شریکي کړي. هغه وایې کوم ښارونه چي یادي وداني به پکښي جوړي شي بایددمالیي دمعافیت اونورومربوطوچاروپه هکله موږته خپلي غوښتني او مشوري راولیږي. ځیني انجنیران اوکار پوهان وایې،چي ددي جګپوړیزی(۱۶۰۰) مترو ودانيو دپروژي عملي کول به یوستونځمن کاروي، ځکه یادوودانيو ته داوبورسولو،ډیزاین جوړولو اونوري چارو پوره کول دامکان څخه لیري ښکاري. تراوسه پوري په نړۍ کي ترټولوجګپوړیزه وداني د عربی متحده آماراتو ددوبي په ښار کي شتون لری،چي دبرج خلیفه په نامه یادیږي او(۸۲۸) متره جګوالي لری. بله وداني دسعودی عربستان دجدی شریف په ښارکي ترجوړولولاندی ده اودبرج شاهي په نوم یادیږي اوجګوالي یې (۱۰۰۰) زرومتروته رسیږي. دیادونی وړده ،چي په (۲۰۱‍۲) کال کي دالولیدبن طلال بن عبدالعزیزشهزاده شخصي پانګه(۱۸) اتلسومیلیاردوډالروته رسیدلی وه.



 
دسعودي عربستان دجده په ښارکي دشاهی په نوم(۱۰۰۰)
متره جګپوړیزه وداني چي الولید بن طلال جوړه کړی ده.

Copyright Larawbar 2007-2024