طالبان دیوامریکایې بندي په بدیل کي دپنځو بندي طالبانوخوشي کول غواړي

59 | جون 20th, 2013


داسوشېټېډپرېس خبري اژانس له قطرڅخه په یوه خبرکي ویلي،چي طالبان غواړي دامریکا بندي« بوي بیرګدال» په بدیل کي دامریکایانوڅخه په ګوانتاناموکي دخپلو پنځو طالبو بندیانو دخوشي کیدوغوښتنه وکړي. طالبان وایي چي« بوبیرګدال» روغ سلامت دی اودطالبانو سره په یوه امن ځای کي اوسیږي.وسله والو طالبانو اعلان کړی،چي دغه امریکایی بندي له( ۲۰۰۹)کاله راپدېخوا له دوی سره بندي دی.
امریکایی پوځي «بوبیرګډال» هغه یوازېنی امریکایی بندي دی،چې دافغانستان په وروستۍ دوولس کلنه جګړه کې طالبانودډېروخت لپاره دځان سره ساتلی دی.
«بیرګډال »د( ۲۰۰۹ )جولای پر ۳۰مه، دافغانستان په سوېل ختیځ کې له خپلې اډې نه تروتلو وروسته نیول شوی، اوباورکېږي،چې پاکستان ته وړل شوی دی.
په قطرکي دطالبانویوه ویاند(شاهین سهیل) له قطرله دفتره اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته دتیلفون پرکرښه ویلي،چې« بوبیرګډال» ژوندی اوروغ رمټ دی.
د«بوبیرګډال»موراو پلاربه روانه میاشت کې دخپل ۲۷ کلن زوی له لوري دنړیوال سره صلیب کمېټې له لوري یوه وینا ترلاسه کړه.دبندي پلاراو موردخپل زوی دوینا په اړه ډېرتوضیحات نه دي ورکړي، خو ویلي یې دي چې زوی یې ژوندی دی اودهغه دخوشي کېدو هیلې ډېرې شوې دي.
د«بو بیرګډال»دخوښی کیدو په اړه یوې پوښتنې ته ښاغلي سهیل ویلي ،چې “لومړی بایدطالب بندیان خوشي شي، چې په وینا یې دادتبادلې عملیه به زموږترمنځ دخبرودباورفضا پیاوړې کړي.
اټکل کیږي چې ترراتلونکې شنبې پورې دامریکا دبهرنیو چارو وزیرجان کیري دمنځني ختیځ پرلاه دوحې ته سرورښکار ه کړي.
داسې انګیرنې هم شته، چې جانکیري به په دوحه کې دخپل سفرپرمهال دطالبانو له هغو استازو سره وګوري،کوم چې دوې ورځې مخکې یې هلته دقطرهیوادپه مرسته خپل سیاسي دفترپرانیست.
دامریکا اوطالبانو تر منځ خبري په قطر کي چي اټکل یې کیده سبا به پیل شي،دیوه نامالوم وخت لپاره ځنډول شوي دي.افغان دولت هم دطالبانوپه هکله ځانګړۍ،رغانده اومتحدنظرنلري،کله وایي چي موږپه قطرکي دطالبانو ددفتردپرانیستلوپرمهال موافقه کړي اوکله بیا وایې،چي په قطرکي دطالبانوسره دسولي خبرو واتروته چمتو نه یوو. بله خواه دامریکامتحده آیالاتونه هڅي کوي،چي دافغان دولت غړي اودطالبانو استازي دخبرومیزته راکښ کړي،ولې دوی تراوسه پوري نه دي توانیدلي چي دواړي خواوي په دي راضی کړي ترڅو دجګړي پرځای دسولي لاره غوره کړي اودروغي جوړي بهیررامنځ ته شي.

Copyright Larawbar 2007-2024