د پيښورپه يوې مدرسه کې بريد شوى

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | جون 21st, 2013


پېښور: د پيښور په جي ټي روډ د څمکنو په حسني مدرسه کې د جمعې د لمانځه د خطبې پرمهال ځانمرګى بريد شوى چې له امله ١٥کسان وژل شوي او له ٣٠ ډير ټپيان دي د بريد پرمهال په جومات کې نږدې دوه سوه کسان ناست وو ټپيان ليډي ريډينګ روغتون ته رسول شوي دي د پېښور پولیسو ویلي، برید د څمکنیو ګلشن کالونۍ د شیعه ګانو په جومات کې شوی.یوه لوړپوړي پولیس افسر شفیع الله د پېښې په ځای کې اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي چې “په دې ځانمرګي برید کې ۱۵کسان وژل شوي او تر ۳۰ډېر نور ټپیان دي”.نوموړی وايي، چې “ځانمرګي برید کوونکي لومړی پر ساتونکي ډزې کړې، او بیا جومات ته ننوتی دی، او هلته یې د لمونځ کوونکو په منځ کې ځان چوولی دی”.د پېښور پولیسو دوو نورو چارواکو شوکت خان او عمران شاهد هم منلې ده چې په برید کې ۱۵کسان وژل شوي.د پېښور روغتون یوه چارواکي ويلي، چې دوی ته اووه مړي ور وړل شوي.

Copyright Larawbar 2007-2024