کور / سپورټي / قاهره : د افغان محصلینو کرکټ ټیم د سریلانکا ټیم ته ماتي ورکړه

قاهره : د افغان محصلینو کرکټ ټیم د سریلانکا ټیم ته ماتي ورکړه

په قاهره کې د افغان محصلینو د کرکټ ټیم په یوه چیلینجي مسابقه کې د سریلانکا ټیم ته ماتې ورکړه.

هغه مسابقه چې پرون په قاهره کې د افغان محصلینو او د سریلانکا د کریکټ ټیمونو تر منځ وشوه ، ټاس افغان ټیم وګاټه او مخالف ټیم ته یی د توپ وهنې بلنه ورکړه . سریلانکا لوبډلې په ۱۲ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځیدو افغان ټیم ته د ۹۱ منډو هدف وټاکه . ورپسې افغان ټیم توپ وهنه شروع کړه چې د افغان محصلینو د کریکټ ټیم لوبغاړو هر یو سید ولید اروال ، خالد حقیار او عاصم په زړه پورې بیټینګ وکړ او د بالینګ په برخه کې د افغان ټیم کپتان عبدالعزیز صمیم ، ریاض الله محسن ، عبدالله جمال او سید رسول سیدی ښکلی بالینګ ترسره کړ . د افغان محصلینو د کریکټ ټیم یاد شوی هدف په ډیره اسانۍ ۱۰ اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځیدو سره پوره کړ .

یاده دې وي چې تر دې وړاندې افغان ټیم د سریلانکا او نیپال ګډ ټیمونو ته هم ماته ورکړې وه .