افغان سفارت :دافغان ډېپلومات د تښتولو هڅه شوې

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | جون 21st, 2013


اسلام اباد: دبي بي سي د خبرله مخې په اسلام اباد کې افغان سفارت وايي چې د دوی یو ډېپلومات چې نصیب الله ابراهم خیل نومېږي د نا پېژاندو وسله والو په ډزو کې ټپي شوی دی.د افغان سفارت ویاند زردشت شمس وويل چې نصیب الله ابراهیم خیل له دوی سره د زده کوونکو د څانګې د مشر په توګه دنده تر سره کوله.دغه ویاند وايي ښآغلی ابراهیم خیل له کور سره نژدې یوه مارکېټ ته تللی و او له هغه ځایه بېرته کورته پر لار وسله والو کسانو ور غږ کړی او د ویاند په وینا د تښتولو هڅه یې هم شوې وه.کله چې ښاغلي ابراهیم خیل شر شور جوړ کړ نو نور خلک را ټول شول او وسله وال وتښتېدل خو په تلو کې يې پر ښاغلي ابراهیم خیل ډزې کړي دي.دغه ویاند وايي ښآغلی ابراهیم خیل پر پښه ټپي شوی دی او اوس په اسلام اباد کې په روغتون کې دی.سفارت وايي چې د نوموړي حالت اوس ښه دی خو د سفارت ویاند له پاکستاني دولته غوښتنه کې د دې پېښې تر شاه پړه کسان معلوم کړ ياو دا هم ورته ووايي چې د دې برید هدف او موخه څه وه.په سیمه کې د پولیسو مشر سید جاب بخاري بیا ويلي چې دا د تښتونې هڅه وه خو وايي چې له ښاغلي ابراهیم خیل سره موبایل ټیلیفون و او ښايي له ده د پيسو او موبایلو اخیستلو هڅه کېده.د پولیسو دغه مشر وايي پلټنې یې روانې دي او د ځینو مشکوکو کسانو عکسونه یې تر لاسه کړې دي او غواړي چې افغان سفارت چارواکو ته یې وښيي، که یې وپېژندل نو ښايي ونیول شي.په همدې حال کې له پولیسو نه په پاکستان کې د شته سفارتونو او د هغوی د کارکوونکو د امنیت ساتلو غوښتنه شوې چې په راتلونکي کې د داسې پېښو مخه ونیول شي.

Copyright Larawbar 2007-2024