کندهار : د ملاريا او لشمانيا ناروغۍ زياتي سوي

عطاالله محمدي | جون 23rd, 2013


دکندهارروغتياپالان خبرورکوي،چي په ښاراوځينو ولسواليوکي د ملاريا او لشمانيا ناروغي زيات سوي دي. دغه روغتياپالان وايي د ولايت په کچه يي تير کال په کندهار کي ٣٩٢٦ د لشمانيا يا کالداني پيښي ثبت کړي، چي ددي سره په څنګ کښي دولس زره تعقيبي ناروغان هم شامل دي. دوى زياته وي که يي پر وخت درملنه ونه سي، نو دانسان تورى، ينه او نور مهم ځايونه تر خپل تاثير لاندي راولي او انسان وژني.
د کندهار ښار ترڅنګ ډنډ، دامان، پنجوايي او ژړۍ هغه ولسوالۍ دي، چي د ملاريا او لشمانيا زيات ناروغان پکښي موجود دي.
په کندهار کي د لشمانيان او ملاريا د کنټرول د څانګي مسؤل ډاکټر عبدالشکور نصرت د لراوبر ويب پاڼي سيميز همکار ته وويل په دي وروستيو کي يادي ناروغۍ زياتي سوي دي.
نوموړ ډاکټر زياتوي د ولايت په کچه يي تير کال په کندهار کي ٣٩٢٦ د لشمانيا يا کالداني پيښي ثبت کړي، چي ددي سره په څنګ کښي دولس زره تعقيبي ناروغان هم شامل دي.
د ده په خبره نژدي لس زره کسان يي د ملاريا ناروغۍ څخه د مخنيوي په موخه هم تر درملنه لاندي نيولي دي، چي په دي ډله کي يي تر دوه سوه زيات په شديده ملاريااوعادي ملاريا اخته وو.

Copyright Larawbar 2007-2024