روزګان کې یواسترالیایۍ سرتیری ووژل شو

59 | جون 23rd, 2013


دیوي معتبري خبري سرچیني له مخي داسترالیاددفاع وزارت چارواکوپرون دشنبې په ورځ ویلي، چې ددوی دځانګړوځواکونو یوسرتیری په روزګان کې دوسله والو مخالفینو په بریدکې وژل شوی دی.دوی وایي، چې په یادبریدکې یو بل سرتیری ټپي شوی هم دی، خو دنورې درملنې لپاره کندهارته ولیږدول شو.
داسترالیایي چارواکو په وینا،دغه سرتیری هغه مهال ووژل شو، چې په ترینکوټ ښار کې یې له نوروځواکونوسره یې دګډوعملیاتومرسته کوله.
په همدې حال کې دآیساف د ویندوی له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ددوی یو سرتیری دافغانستان په سویل کې وژل شوی دی.خو سرچینې دوژل شوې سرتیري دهویت او دپیښې دځای په اړه نورجزئیات نه دي ورکړي.
استرالیاپه افغانستان کې شاوخوا یوزرو او نهه دیرش سرتیري لري چې ډیری یې د روزګان په ولایت کې میشت دي.

Copyright Larawbar 2007-2024