نیلسن مانډیلا د مرګ او ژوند په منځ کي نفس کاږې

59 | جون 23rd, 2013


دجنوبي افریقاپخواني ولسمشر(۹۴)کلن «نېلسن منډېلا»چې دروان میاشتي جون په لومړيوکې دسږيو اویا (توبرکلوز) دناروغۍ له امله روغتون ته بېول شوی دی،دڅوورځو راهیسی یی سترګي نه دی روڼي کړي اود(کوما) په حالت کي دمرګ اوژوندترمنځ نفس کاږي.
دجنوبي افريقا حکومت اعلان کړی چې،ددي هېوادپخواني ولسمشر«نېلسن منډېلا» په روغتون کې سخت ناروغ دی.ددي هیواد اوسني مشرجیکوب زومادهغه لیدوته ورغلی او وایې چي،دهغه ددرملني لپاره ډاکټران دده دحالت دښه کولو لپاره هرممکن کارکوي. ډاکټران وایې چي دده روغتیایې حالت په تیرو (۲۴) ساعتو کي ډیرخراب شوی دی.«نیلسن مانډیلا»دجنوبي افريقالومړی تورپوستی ولسمشردی،چې ۹۴کاله عمرلری.
نیلسن مانډیلاپه جنوبي افريقا کې دسپين پوستولږکيو واکمنۍ پروړاندې مبارزه کړی اودهغه وخت دسپین پوستوچارواکو لخواه يې(۲۷)کاله په بندکي تیرکړی دي.
مانډیلاپه (۱۹۹۰)کال کې له بندڅخه خوشي شو،اوپه( ۱۹۹۳)کال کې يې د سولې د(نوبل)جايزه وګټله اوبياپه (۱۹۹۴) کال کي دټولټاکنو په ګټولو سره دجنوبي افريقا لومړی تورپوستی ولسمشرشو.
ښاغلی منډېلا په(۱۹۹۹)کال کی له ولسمشری څخه ګوښه شو،اوپه(۲۰۰۴)کال کې عام عادي ژوندغوره کړی اوپرکورکښېناستي، نوموړۍ وروسته په رسمي غونډو او دولتي مجلسنونوکې ډېرکم ليدل کېدی.

Copyright Larawbar 2007-2024