خیبر پښتونخوا: بسونه باید د لمانځه پرمهال تم شي

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | جولای 4th, 2013


پېښور: دبي بي سي د خبر له مخې د خیبر پښتونخوا ایالتي اسمبلۍ په یوه خوله یوه قانونې مسوده تصویب کړه، چې په کې له فدرالي حکومته غوښتل شوي، چې باید د شخصي ټرانسپورټ کمپنۍ بسونو ته د لمانځه پر مهال د درېدو امر وکړي.دغه مسوده د جمیعت علمای اسلام ګوند استازي عظمی خان پارلمان ته وړاندې کړه. په مسوده کې له فدرالي حکومته غوښتل شوي، چې باید د کوریايي شرکت ډایوو بس ګاډي، چې له یوه ښاره بل ته د اوږده واټن سفرونه کوي، د لمانځه پر مهال درېدو ته اړ کړي.د دغه شرکت بسونه له خپلو ځانګړو تم ځایونو پرته بل چېرې د درېدو اجازه نه لري.د مولانا فضل الرحمن په مشرتابه د جمیعت علمای اسلام ګوند پارلماني مشر مولانا لطف الرحمن وویل، چې فدرالي حکومته یې دا غوښتنه کړې، ځکه د ده په وینا دغه بسونه ټول پاکستان ته سفرونه کوي.کله چې له نوموړي وپوښتل شول، چې دغه کار په لوړه کچه د یوه فرمان په صادرولو هم کېدای شي، نو د دې لپاره د مسودې وړاندې کولو ته څه اړتیا وه، نوموړي وویل، چې دغه غوښتنه یې ځکه کړې، چې دغه بسونه ټول پاکستان ته سفرونه کوي، ځکه باید ټول هېواد کې دغه قانون پلي شي.د مولانا په وینا دوی د خپل پخواني حکومت پر مهال هم په ایالت کې بسونو کې د ټلویزیون پر کارولو بندیزونه لګولي وو، خو د نوموړي په وینا هغه مهال له دغه ایالته بهر دغه پرېکړه نه وه منلې شوې.د مملکت چارې باید له مذهبه بېلې شي، ځکه د د ده په خبره دا مهال حکومت له سختو ننګونو سره مخامخ دی.”بل لور ته د سیاسي چارو ځايي شنونکی خادم حسین وايي د خیبر پښتونخوا ایالت په پارلمان کې موجود مذهبي سیاسي ګوندونه د خپلو رایې ورکوونکو د خوشحالۍ لپاره دغه ډول اقدامات کوي.د نوموړي په وینا د مملکت چارې باید له مذهبه بېلې شي، ځکه د د ده په خبره دا مهال حکومت له سختو ننګونو سره مخامخ دی.هغه زیاته کړه، چې دغه کار د یوه ځانګړي حکم پر بنسټ هم شونی و، خو د ده په وینا داسې ښکاري، چې مذهبي ګوندونو دغه کار د خپلو پلویانو د خوشحالۍ لپاره کړی.داسې هم ویل کېږي، چې خیبر پښتونخوا کې د ډاییو بسونو تم ځایونه داسې مهال راځي، چې د لمانځه وخت وي، ځکه سپرلۍ د سفر مهال لمونځ ادا کوي.

Copyright Larawbar 2007-2024