دمصرجمهوررئیس محمدمرسي له دندي څخه ګوښه شو

59 | جولای 3rd, 2013


قاهره:دیوه تازه خبرله مخي چی همدا اوس راورسیدي ،دمصردپوځ مشرجنرال عبدالفاتح السیسی د(۴۸)ساعتونودضرب الاجل نه وروسته دمصردجمهوري ریاست ټول دولتي واک دیوي لنډي مودي لپاره دمصرداساسي قانون دمحکمي رئیس ته وسپاری.
جنرال السیسی په خپله تلویزیونی وینا کي وویل،چي دمصرداساسي قانون پلي کول دیوي لنډۍ مودي لپاره ځنډیږي اوډیرژربه دولسمشري ټاکني پیل شي.
ددي اعلان په اوریدلو سره دتحریرډګرلاریون کونکومخالفانودپوځ قوماندان داعلان وروسته دخوشالۍ نارې پیل کړې،اودپوځ دغه پریکړه یې دټولومصریانوپه ګټه وبلله.
بل لوري دمصردجمهوررئیس محمدمرسي خواخوږوداخوان المسلمین ګوند غړودپوځ ددي پریکړي پرضدلاریون وکړي اودپوځ دغه پریکړه یې غیرقانوني وبلله.
دپوځ مشراساسي قانون تعلیق کړ،پارلمان یې منحل کړي اودولسمشرۍ ترنویوټاکنوپوري یې یومنځ مهاله حکومت اعلان کړی.جنرال السیسي وویل،چې اساسي قانون دلنډوخت لپاره ځنډول کیږي اوپه نوي منځمهاله حکومت کې به ټولې خواوې ګډون ولري.دګوښه شوی جمهوررئیس محمدمرسي په هکله هغه څه ونه ویل،چي دمګړي چیری دئ.

Copyright Larawbar 2007-2024