په مصرکي دمحمدمرسي دطرفدارانواومخالفینوترمنځ په خونړیونښتوکي (۱۶) تنه مړه شول(ویډیو)

59 | جولای 3rd, 2013


مصر:دنړیوالوخبرونودسرچینوپه حواله پرون سه شنبه ناوخته دقاهري په پوهنتون کي دمصردجمهوررئیس محمدمرسي اودمخالفوډلوترمنځ خونړیزه شخره رامنځته شوله.
دکورنیوچارووزارت وایي چي دشپی ناوخته دمحمدمرسی دډلي وسله وال کسان نا ببره دپوهنتون انګړته ورننوتل اوپرمخالفونو یې ډزي پیل کړلي،چي په پایله کي( ۱۶) کسان مړه او( ۲۰۰) نورټپیان شول. دیوه بل خبرله مخي دمصر په پلازمینه قاهره کي هم داخوان المسلمین اومخالفوډلوترمنځ په نښتوکي (۷)کسانوخپل ژوندله لاسه ورکړي .
دغه نښتي هغه وخت پیل شوي، چي دمصرجمهوررئیس محمد مرسی دمخالفونودغوښتنواودمصردپوځ دضرب الاجل په ځواب کي وویل،چي دخپلي دندي څخه دګوښه کیدوهیله نلري. په مصرکي په میلیونونه وګړي دڅلورو ورځو را هیسي سړکونوته را وتلي اودمرسي دګوښه کیدوناري وهي.
دمصرجمهوررئیس یو کال مخکي دټول ټاکنو په ترڅ کي په ډیرکم اکثریت سره دولسمشر په توګه اعلان شو.دیوه کال په دوره کي په مصر کي بیکاري ،داقتصاد کمزورتیا
اونوروناهیلو مصریان دي ته مجبوره کړل، چي سړکونو ته راووزي اودهغه داستعفا غوښتنه یې وکړله .بل لوري دمصرداخوان المسلمین ډله هم نه غواړي،چي ددوی په ډله پوړي تړلي جمهوررئیس په آساني سره له خپلي دندي څخه ګوښه شي. څوګړۍ مخکي د مصردپوځ دضرب
الاجل (۴۸) ساعته هم پوره شول کوم،چي دمصرجمهوررئیس ته یې وخت ورکړي
وو،ترڅودمخالفنونوسره دشخړي دپای ته رسولو په اړه خبروته سره کښیني ،ولي محمدمرسي دپوځ داغوښتنه په غټو ټکوسره ردکړله.په مصرکي نړیوال خبریالان په دي نظردي،چي په مصرکي دقدرت پرسرتاو تریخوالي اوستونځي همدااوس پیل شولي اوپایلي به يې دمصریانو لپاره ډیري خطرنا کي وي.
لاندی ویدیو وګوری


                                                                                         

Copyright Larawbar 2007-2024