دمصرلنډمهال جمهوررئیس لوړه وکړه

59 | جولای 4th, 2013


دمصرداساسي قانون دمحکمي لوي رئیس محمدمنصورنن دمصردلنډمهال ولسمشر په توګه لوړه وکړه.دمصرپخواني انتخاب شوی جمهوررئیس محمدمرسي پرون دپوځ لخواه هغه وخت له کاره څخه ګوښه شو،چي دمصرخلکو دپنځو ورځو راهیسي دتحریرپه چوک کي لاریونونه وکړله.دلاریون کونکوشمیر(۳۳) میلیونو وګړوته ورسیدي.
ددي شخړي دله منځه وړلولپآره دمصرپوځ محمدمرسي ته(۴۸) ساعته وخت وټاکي تر څودمخالفنوسره روانه شخړه پای ته ورسوي. ولي محمدمرسي ونه توانیدي چي دمخالفونوسره دخبرواترولاره پرانیزي.دمصرپوځ دټاکلي وخت نه وروسته ددغه هېواددپخواني ولسمشرمحمدمرسي حکومت نسکورکړی، اساسي قانون یې معطل کړاوپه دغه هېوادکې یې دنویو ولسمشریزو اوپارلماني ټاکنو اعلان وکړی.
دمخالفنو اودپخواني جمهوررئیس محمدمرسي ترمنځ داختلاف ټکي په دی کی وو،چي دمحمدمرسی دیوه کال نه په لږه موده کي دمصراقتصادکمزوری اووران شو،دبیکاري کچه ډیره راټیټه شوله اوددولتي بودیجي بحران دغټي ستونځي سره مخا مخ شو.
داخوان المسلمین غړي چي دپخواني ولسمشرمحمدمرسي هم ددوي دګوندڅخه دئ دپوځ داکارریې دقانون څخه سرغړونه وګاڼي اودپوځ پرضدیې لاریونونه پیل کړل.
دخبرسرچینه وایې،چي محمدمرسی دپوځ لخوا نیول شوی دئ اوداخوان المسلمین دلوړوپوړوغړو دنیولو بهرپیل شوی دي،چي دمګړي ددي ګوندپه لس ګونه غړي دپوځ لخواه نیول شوي دي.
بل لوری دمصرلنډمهاله مشرمحمدمنصورنن دیوي وینال په ترڅ کي وویل،چي دمصر اساسی قانون ته درناوی کوي اودخلکو دګټواودمصر دآزادي په ساتلو کي به زیاتي هڅي وکړي.
هغه زیاته کړه ډیر ژربه دولسمشري ټاکني ترسره شي اوپه ټاکنوکي به ټولو سیاسی ګوندونه برخه واخلي.
اټکل کیږي،چي دمصردحکومت لنډمهال مشربه دملګروملتونو داتومي ځانګي مشر او دنوبل جایزی ګټونکي محمدالبراعي وي.

Copyright Larawbar 2007-2024