په ولسي جرګه کي دپوهنتون اودانشګاه کلمي پرسرشخړه لاروانه ده

59 | جولای 4th, 2013


کابل: په ولسي جرګه کې دڅومودي راهیسي دپوهنتون اودانشګاه دکلمه ترمنځ مخالفتونه ددې لامل شول چې دلوړوزده کړوقانون بيا تصويب نشي.
دجرګې يوشميرغړي په دي نظردي،چي ددي کلمي دټاکلولپاره دي دعلمي اوڅيړنيزومرکزونو ته مراجعه وشي اودلوړوزده کړووزارت اودعلمواکاډمۍ څخه دي ددې کلمو دروښانه کيدو غوښتنه وشي.
دولسي جرګې ديني اوکلتوري کميسيون دچهارشنبې په ورځ دلوړوزده کړوقانون د بحث اوتصويب لپاره ددې جرګې عمومي غونډې ته وړاندې کړی.
دولسي جرګې ددیني اوکلتوري کمیسون مشرۍ،هیلۍ ارشاد وایي: «داعتراض په توګه زه نوردلوړوزده کړوپرقانون کارنکوم،ځکه وکیلان یې دتصویب لپاره چمتوالی نه ښیي.»
له بلې خوا دولسي جرګې يوشميرغړي په نوموړي قانون کې ددانشګاه دکلمې د زياتولو غوښتونکي دي.
په ولسي جرګه کې دهرات دخلکو استازی،فرهادمجیدي وویل:«دپوهنتون کلمه باید ددې قانون له دریمې مادې څخه حزف شي اودتصویب پرځای دې دلوړوزده کړو وزارت اودعلومو اکاډمۍ ته واستول شي چې دیادوکلمو په اړه پریکړه وکړي.»
خودغه څرګندونې دولسي جرګې ديوشميرنوروغړوله غبرګون سره مخامخ شوې.
په ولسي جرګه کې دننګرهاردخلکو استازی، آرین یون وایي: «دپوهنتون کلمه بایدد لوړوزده کړوقانون له دریمې مادې نه حزف نشي، ځکه پوهنتون اودلوړوزده کړو موسسې مشخص تعریفونه لري چې بایدسترګې ترې پټې نشي.»
دلوړوزده کړودقانون په اړه له بحثونو وروسته دولسي جرګې يو شميرغړي له غونډې څخه داعتراض په بانه ووتل اوپردغه قانون راي ګيري ونشوله.
دپوهنتون اودانشګاه کلمي وکیلان پردووبرخوسره ویشلي دي .یوه ډله داسي نظر وړاندی کوي،چي دپوهنتون کلمه دټول افغانستان په کچه ملي پیژندل شوی کلیمه ده چي بدیل یې دلوړوزده کړو پربهیر باندي ناوړي اغیزي اچوي .ولي بله ډله بیا وایې چي دپوهنتون کلمه په پښتو ژبه ده اودټولو افغانانو دژبي انډول نشی ساتلاي.نو ځّکه باید دا کلمه په دري ژبه (دانشګاه) ونومول شي.
ځیني اګاه شنونکي بیاوایې چي په ولسی جرګه کي په لسګونه نورداسي قوانین شته چي مسودي یې ولسی جرګي ته لیږل شوی اودڅیړونواوتصویب لپاره باید دجرګي عمومي ِغونډی ته وړاندي شي اوله تصویب نه وروسته بایداړوندواداروته واستول شي.

Copyright Larawbar 2007-2024