په ټوله نړۍکي ترټولوډیرځانمرګي بریدونه دطالبانولخواه ترسره کیږي

59 | جولای 6th, 2013


کابل:یوافغاني تلویزیون دڅیړونوپربهیرراپورورکړی،چي طالبان په نړۍکې دځانمرګو بریدونودپلانونکوپه سرکې ځای لري.دوی وایې،چې په تیرولسوکلونوطالبانوپه افغانستان کې څه باندې (۷۳۰)ځانمرګي بریدونه پلان اوترسره کړې دي.
دغه راپورزیاتوي،چي ځانمرګي بريدونه دطالبانودجګړې مرګونې بڼه ده،نوځکه ددي بریدونوله امله په کال کې په لسګونه تنه افغانان خپل خوږژوندله لاسه ورکوي اوپه لسګونه نورهم ټپيان کيږي.
بل لوري دکورنیو چارودوزارت ویاند،صدیق صدیقي بیاوایې،چي دطالبانوڅلورکسان له پاکستان څخه کنړاونورستان ولایتونو ته راغلي وو،دوی خلکوته داسې تبلیغ کاوه،چې ګنې دپولې هاخوا مدرسې لري،اودلته ماشومانوته زده کړي ورکوو، دوی غوښتل د یادوسیموڅخه ۴۲ تنکي ځوانان چي عمرونه یې د( ۶ او ۱۴ )کلونوترشاوخواه پوری وي له ځان سره پاکستان ته بوځي.دغه سرچینه وایې،چي په ځينو موردونوکې يو شميرځانمرګي بريدکونکي ددغوبريدونو په ترسره کولوکي نه دي بريالي شوي،اوپه لسګونه ځانمرګي بريدګردهيوادپه بيلابيلو سيموکې دامنيتي ځواکونولخواه نيول شوي دي.
له دې نه مخکې دسريلانکا دتاميل پړانګان د ۲۲۰ ځانمرګو بريدونو په ترسره کولو سره دځانمرګو بريدونو دترسره کونکودنوملړپه سرکې وو.خوطالبان د(۷۳۰ )ځانمرګوبريدونوپه ترسره کولواوددغوعملياتولپاره دسلګونوتنوځانمرګوبريدګروپه چمتوکولوسره په نړۍکې دځانمرګوبريدونودپلانونکودنوملړپه سرکې راځي.
دیادوني وړده،چي دوسله والوطالبانوډلۍ هوډکړي،چي دوی به دروژی په مبارکه میاشت کي خپل وسله وال بریدونه ډیرکړي.دطالبانولخواه په قطرکي ددفتردپرانیستلولړۍ دډیروافغانانوپه زړونوکي دخوشاليو هیلي را پیداکړي،چي ګواکي دافغانانوپه منځ کي جګړه نوره ودریدله.ولي دخواښیني ځای دئ،چي دڅو اوونیوراهیسي دافغان دولت اوطالبانوترمنځ چي غربي نړۍ او امریکا هم ورسره بوخته ده،دجګړي ددریدلو اودخبرواتروفضاپه ټپه ولاړه ده اویوي خواه هم دافغانانودهیلوداټکل سره سم دسولي اوروغي جوړي لړۍ ته اوچت ګامونه پورته نکړل،بلکي دخبرواتروحالت یې نور هم ترینګلي کړی.

Copyright Larawbar 2007-2024