دکابل کندهارلویه لاردمیدان وردګو ولایت کي دتيل وړونکو موټرچلونکو لپاره دمرګ لوی خطر دي

59 | جولای 11th, 2013


کابل:یو افغاني تلویزیرن په یوه خبرکي وایې چي دولسي جرګې دکورني امنيت په کميسون کې يو شميرموټرچلونکو وويل،چې طالبانو په تيرې يوې اوونۍ کې څه د پاسه پنځوس دتيلو موټرونو ته اورورته کړی اوسوځیدلي یې دي.
بله خوا ه دولسي جرګې دکورني امنيت کميسون وايي ،چې ددغو موټرچلونکو ستونزو ته به رسيدنه وشي.دترانسپورتي شرکتونوڅه د پاسه څلويښت تنه استازي دکابل کندهارپرلاره دناامنيو په اعتراض کې وویل چې ددوي دتيلو دټانکرونو دسوځيدودلامل په اړه د ولسي جرګې دکورني امنيت کميسيون ته ورغلي وو.
دیوه ترانسپورتي شرکت مسوول، وویل: «طالبان هره ورځ زموږ پرموټروبریدونه کوي، د شنبې په ورځ اووه دیرش دتیلو ټانکرونو ته طالبانو اور ورته کړ،چې په دغه پیښه کې پنځه موټرچلوونکي هم ووژل شول اوله لسوڅخه ډیر ډیر ټپيان شول.»
دوی دکورنيو چارو وزارت د عامه ساتنې معينيت دخپلو موټرو دامنيت په ساتلو کې په ناتوانۍ تورنوي.
د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمیسون ریس، میرداد نجرابي وویل: «موږ هڅه کوو تر څو دغه ستونزې هوارې کړو، موږ به دغه موضوع د جلسې عمومي غونډې ته وړاندې کړو، خو د عامه امنیت ځواکونو د امنیت په ټینګښت ته دپام وړ پاملرنه نه ده کړې.»
دغه موټر چلونکي ټينګارکوي چي ددوي کاروانونه هره ورځ دطالبانو له بريدونو سره مخامخ کيږي او که دهغوي امنيت ته پاملرنه ونشي دوي به دهيوادلويديځو ولايتونو ته دخوراکي توکو او تيلو له ليږدولو څخه ډډه وکړي.

Copyright Larawbar 2007-2024