امريکاله افغانستانه دخپلوځواکونودژراېستلوپه اړه غورکوي

59 | جولای 10th, 2013


نیویارک ټایمز:دنیویارک ټایمزورځپاڼي خبرورکړی،چې امریکایې چارواکي په دي غورکوي چي په راتلونکي کال کي دافغانستان نه خپل ټول ځواکونه وباسي.
ورځپانه وايي که دغه کاروشي نود(۲۰۱۴)کال نه ورسته به هیڅ امریکايي عسکرپه افغانستان کې پاته نه شي.دکابل اوواشنګټن په اړيکوکې دکړکېچ له پراخېدووروسته تازه راپوټونه وايي، چې سپينه ماڼۍ له افغانستانه دخپلوپوځي ځواکونو داېستلو دبهيردچټکولو په اړه غورکوي.
ورځپاڼه دامريکايي اواروپايي چارواکو له قوله په رپوټ کې ليکي،چې جمهوررئيس بارک اوباماله جمهوررئيس حامدکرزي سره په اړيکو کې ډېرزيات ناامېده شوى دى.
دسرچينې په وينا،داوباما ناامېدي هغه وخت زیاته شوه،چي په قطرکې دطالبانوسره اودافغانستان دسولي دعالي شوراد استازوسره خبري په ټپه ودریدلي.ورځپانه وايي چې دغه یې علت دی چې دامریکا ولسمشرد ټولو امریکايي عسکروپه رایستلو سره «جدي غور»کوي.
دالومړی ځل نه دی چې امریکا وايي چې کیدای شي خپل ټول عسکر دافغانستان نه وباسي. درویټرزخبرې آژانس دجنوري په میاشت کې دملي امنیت په چاروکې د ولسمشراوبامادسلاکار(بین رودیس Ben Rhodes) له قوله وویل چې کیدای شي امریکا په دې غور وکړي،چې دافغانستان نه ټول امریکايي ځواکونو وباسي.
ورځپانه وايي چې دجون په( ۲۷)نیټه داوباما اوکرزي ترمنځ ویډیويي کنفرانس چې هدف یې ددواړوهیوادونو ترمنځ دتشنج کمول و، ښه نتیجه نه درلوده.نیویارک ټایمز وايي چې په دغه کنفرانس کې ښاغلي کرزي په امریکا تورولګاوه چې غواړي دطالبانو اودهغوی دپاکستاني ملاټروسره په خپل سرخبرې وکړي اوپه دغه کارسره د افغانستان حکومت کمزوري اوضعیفه کړي.
نیویارک ټایمز وايي چې ددواړو هیوادونو دولسمشرانو د ویډیويي کنفرانس نه ورسته امریکايي چارواکودافغانستان نه دټولو امریکايي عسکرودایستلو په اړه غورپیل کړ.
بل لوري دبریتانیا هیوادهم خبرورکړي چي دامریکایې ځواکونودوتلوسره سم دوی به هم خپل ټول ځواکونو دافغانستان څخه وباسي.
ځیني سیاسي شنونکي بیاوایې،چي امریکاپه قطرکي دطالبان ددفترپه پرانستلوکي ناکامه شوله ،نوځکه اوس په تکتیکي ډول دا ناری وهي،چي دافغانستان څخه خپل ټول پوځونه باسي.مګرپه حقیقت داسې نه ده،ځکه امریکاپه وارو وارو ویلي چي دوی به افغانستان یواځي پری نږدي.دجرمني،ترکیه اوځینونوروغربي هیوادونو تراوسه پوری دخپلو ځواکونو دایستلو په اړه څه نه دی ویلي.دوی پخوا ویلی وو.چي ددوی ځواکونه به د(۲۰۱۴) کال نه وروسته په افغانستان کي پاتي شي .

Copyright Larawbar 2007-2024