كندهار: يوه افغان درې بهرنيان وويشتل

عطاالله محمدي | جولای 9th, 2013


په كندهار كي يوه افغان سرتيري پر بهرنيو سرتيرو بريد كړي او دري تنه يې ټپيان كړي دي .
پېښه نن غرمه څه كم يوه بجه د كندهار د نړيوال هوايي ډګر دننه په هوايي لوا كي رامنځ ته سوي .
د هوايي لوا قوماندان جنرال عبدالرازق شيرزى وايي چي ددوي يوه افغان سرتيري له ټاوره د ګزمي پرمهال پر بهرنيو سرتيرو ډزي كړي او دري تنه بهرني سرتير يي ټپيان كړي دي .
شيرزى وايې چي بهرني سرتېري د چيك هيواد دي او روغتيايي حالت يي د ډاډ وړ دي .
د هغه په خبره چي بريد كوونكي نيول سي او دامهال تر پښتونو لاندي دي څو معلومه كړي چي پيښه پر څه رامنځ ته سوي ده .
بريد كوونكي نمبر نوميږي او د لغمان ولايت اوسيدونكي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024