په بغلان کي دایساف ځواکونو چورلکه راولویدله

59 | جولای 12th, 2013


بغلان:دبغلان ولایت څخه یوخبر وایې،چي تیره شپه د(۱۲)بجوشاوخواکي ددي ولایت دبورکه په ولسوالي کي دبهرنیوځواکونو یوه چورلکه راولویدله.
دبورکه ولسوال عبدالجباراسلامي نن رسنیو ته وویل، دغه چورلکه هغه وخت را ولویدله،چي دایساف ځواکونو ددي ولسوالې ددهن الف په کلي کي دطالبانو دیوه مشهورقوماندان دنیولو په تلاښ کي وو.دهغه په وینادغورځول شوۍ الوتکي پاتي پرزي نن سهاردیوي بلي الوتکې لخواه ولیږدول شوی.دځینومالوماتوله مخي دایساف ځواکونو یادقوماندان دشراب په نامه ددریونوروملګرو سره دځان سره وړی دی.
دسیمي میشتوکسانو هم ویلي،چي دوی دشپی پردوولسو بجو دالوتکي دغورځیدو ږغ واوریدي.دهغو ی په وینا وروسته دایساف ځواکونه دسیمي دخلکوڅخه وغوښته چي له خپلوکورونو څخه بیرون نشي.
دطالبانو ویندوی ذبیح االه مجاهدلراوبرته په یوه رالیږلي لیک کي ویلي چي دغه چورلکه طالبانو ویشتلي او(۲۷) بهرنیان یې وژلی دي . هغه وایې بهرنیو ځواکونو ملکي کسان له ځآنه سره وړي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024