ملالي یوسفزي دملګروملتونوپه مرکزی دفترکي وینا وکړه

59 | جولای 12th, 2013


نیویارک:ملالې یوسفزۍ نن په نیو یارک کې، دملګروملتونو په مرکزي دفترکې، په خپلې لومړنۍ وینا کې پرنړیوالو حکومتونو غږوکړ،چې هرماشوم ته دوړیازده کړو اسانتیاوې برابرې کړي.
ملالې دملګرو ملتونوغونډې ته وويل،چې هېڅکله به له خپلو هڅو او هوډنه په شا نه شي او دنړۍ له مخې به د بې تعلیمۍ دختمولو لپاره خپلې هڅې جاري وساتي.
ملالې زیاته کړه “د ۲۰۱۲ کال داکتوبر په میاشت کې طالبانوزه له خپلوملګروسره وویشتلم.دوی فکرکاوه چې ټوپک به مې یې ووېروي اوغلې به مې کړي خودوی بریالي نه شول.”نوموړې پرطالبانو نیوکه وکړه چې “داسلام اوپښتنوله نومه دخپلو شخصي ګټو لپاره ناوړه ګټه اخلي.”
د (۲۰۱۲ )کال د نومبر په میاشت کې دملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون دجولای ۱۲مه چې دملالې د زو کړې ورځ ده،دملالې ورځ په نامه ونوموله.
ملالې په خپلو خبرو کې دغه ورځ دنړۍ ښځو ته ډالۍ کړه او و یې ويل،چې دا ورځ یوازې دهغې نه ده بلکې “دهرې هغې ښځې، هر هلک او هرې نجلۍ ده،چې دخپلو حقونو لپاره یې خپل غږاوچت کړی دی.”
هغې وويل زما ټول پام دښځو حقونو ته ځکه دی،چې هغوی ترټولو ډېرې ځورېږي.
“یو وخت داسې و چې ښځې به نارینه وو ته په تمه وې ،چې دحقونو لپاره یې غږ اوچت کړي خو اوس به یې موږ ټول په خپله په ګډه کوو. موږبه هېڅکله بریالي نه شو که مو دټولنې پوره نیمايي شاته پرې ایښې وي.”
ملاله تېرکال په سوات کې طالبانو هغه وخت وويشته ،چې ښوونځي ته پرلار روانه وه.هغه ورسته بریتانیا ته ددرملنې لپاره راواستل شوه.

Copyright Larawbar 2007-2024