یوافغان ځوان په جعلي نوم سره دکرزی دکورني په نامه لسګوني افغانې انجوني دفریب لومي ته واچولي(ویدیو)

59 | جولای 15th, 2013


دخبرسرچینه دآریاناتلویزیون:دغه جعلکاره افغان هلک،چي ځان ولیدکرزی بولي،اودکرزی دکورني څخه په ګټی اخستني سره په غربي هیوادوکي دټولنیزوبريښنایي شبکو (فیس بوک او سکایپ)له لاري یې لسګونی افغانې جنکي تیرایستلي دي اودهغوی څخه یې په چال اوفریب لسګونه میلیونه ډالرلاسته راوړي دي.
دغه ځوان هلک،چي په ظاهری بڼه ښکلي ښکاری دمستعارولیدکرزی په نامه چي ځان دکرزی دکاکا زوي ګڼي،په مختلفو چلونو سره یې ارويايې اوامریکايي افغاني نجونوته دام ایښي اودهغو څخه یې لسګونه میلیونه ډالرترلاسه کړی دي.
دآریان تلویزیون دراپورله مخي دغه جعلکاره ځوان دولیدکرزی په نامه باندي دنړیولوالو ټولنیزوبریښنايې شبکو له لاري ځان ډیرشتمن،دینداره اومذهبي کس بولي،ترڅو دبي تجربونجونوباورترلاسه کړي اوبیا هغو ی وغولوي.هغه دسکايب په یوه ویډیوکی ددې لپاره چي دحامدکرزي سره خپلوي ثابته کړي ،دځان یو انځوریي دحامدکرزي له انځور سره دفوتو شاپ په واسطه مښلوی اومقابل اړخ جنکۍ ته یې په سکایپ کي ښیي چي دئ «ولیدکرزی» ادعاکوي چي په کابل بانک،کام هوایي شرکت ،دتیلفون داتصالاتو شرکت،په دوبی کي دیوه لوکس هوټل خاونداودامریکاپه بانکوکي لوړي سهمیې لري . « دولیدکرزي« موقف دمقابل اړخ داستوګني په ځای پوري اړوندتوپیر پیدا کوي .که جنکۍ په امریکا کي استوګنه ولري،نوبیا جعلي ولیدکرزي هغې ته خپل کاناډایي پاسپورټ ښیي ،او که جنکۍ دنړي په نوروهیوادونوکي استوګنه ولري نوبیا هغه جنکۍ ته خپل امریکایي پاسپورټ ښيي .
ولیدکرزی دخپلو خبروپه لړکي وایي دطالبانو درژیم ترړنګیدو وروسته یي تر(۳۰۰۰)درې رزه زیاتو افغاني کورنیو سره مرسته کړې اوهغوی یې له افغانستان نه امریکا او اروپایي هیوادونو ته ا ستولي دي .ولیدکرزی په خپلو خبروکي زیارباسي چي ځان یو مذهبي او صادق سړی وښیي .
ترټولو ناوړه او نه بخښونکي عمل یې دادي،چي دغه ځیرګ چالبازنامسلمان دمسلمانانوپرمقدس کتاب (قرآن شریف) باندي لاسونه ایږدي اوپه دغه مقدس کتاب قسم خوري چي دي ريښتیا وایې اودغولولوکوم پلان نلري.دخبرسرچینه وایې،چي دغه نامسمان چالبازه ځوان ونجونوته دواده وعدي ورکوي اوډیروخت لپاره دهری نجلي سره په مختلفو بریښنایې سایتوکي دهغوی سره بیلا بیلي اړیکي نیسي اوهغوی ته دواده غوښتنه وړاندي کوي.
وروسته چي هغه پوه شي چي نجلي یې نوره په دام کي اچولي ده،بیانودهغي څخه هیله کوي چي خپل کالي اوجامي وکاږي اوځان لوڅ کړي.دغه فریبکاره انسان دهغو نجونوڅخه دکمپیوترپرپرده دکامري لخواه دهغوی څخه انځورونه اخلي.کله چي هغه دغه ناوړه کارسرته ورساوی بیاهغه نوموړونجونوته ددوی لوڅ انځورونه ورښکاره کوي او هغه نجلي تهدیدوی ،چي ده ته لس زره امریکا یې ډالرورنکړي نودئ به دهغي عکسونه دبریښنايې پتوپرهنداره ټولوخلکوته ورښکاره کړي.
کله چي هغه دغه ښکارلاس ته راوړي بیانودهغي نجلي سره نا ببره اړیکي ښکوي اودیوي بلي نجلي په لټه کي شي،چی ټول جریان اولړۍ یې همدغه یوه سناریوده.
په همدي ډول فریبکاره هلک په لسګونو بي تجربي افغاني نجونوته ددام لومه ایږدي او هغوی پکښی را نغاړي.
زیاتي ښکار شوي نجوني ددغه چالبازهلک دتیلفون نمري، انترنتيي پتي اوسایتونه او دپیسودلیږدولواکونتونه اونوراسنادلري.دوی دافغانستان دانترپول اداري څخه هیله کوي چي ژرترژره دغه چلبازه هلک ونیسي اودقانون منګولو ته یې وسپاري.
ولي دافغانستان دانترپول دڅانګي رېیس جنرال امرخیل وایې،چي موږهغه وخت دیوه فریب کاردلټون څیړني پیلوو،کله چي دنوموړۍ په هکله زموږ سره پوره مستند اسنادموجودوي ،اومدعیان خپله په رسمي توګه موږته رسمي شکایت وکړي ،نوبیا هغه وخت موږ ددي لړۍ پلټني پیلوو.ولي موږدانترنتي راپورونوله له مخي دهغه دنیولو اقدام نکوو.
جنرال امیرخیل وایې ،هغه کسان چي ضرریې لیدلي اوددي کس دفریب لاندي راغلي او زیامن شوی دي ،موږله هغوی نه هیله کووچي خپل ټول مدارک او اسنادموږته راولیږي ترڅو موږ یې دنړیوال انترپول په چوکات کي ترعدلي تغقیب لاندی راولواودهغه دژرنیولو اقدام وکړو.
ځیني افغان ځوانان دولیدکرزی دملګرو،دوستانونه ،ګاونډیانواودهغوکسانو څخه چي دئ پیژني ،هیله کوي چي ددي چالبازه هلک دنیولو لپاره مټي را ونغاړي اوډيرژریې دقانون منګولو ته وسپاري.دولیدکرزی دهویت اواستوګن ځاي پته نه ده څرګند شوی،مګرځیني کسان شک لري،چي هغه په سکاندیناوو هیوادوکي لکه (سویدن،دنمارک اوناروی)کي اوسیږي.دمګړي دډیروهیوادو افغان میشت کډوال دهغه دپیژندني په اړه هڅي کوي ترڅونوموړۍ اړونده امنیتي ارګانونه ته معرفي کړي.
لاندي ویډیو وګوری!

Copyright Larawbar 2007-2024