دسهارپرمهال دتازه میوواوسابه خوړل انسان له تندې څخه ژغوری

59 | جولای 15th, 2013


ځيني روغتیايې ډاکټرانودتازه میوواوترکاري(سابه)دخوړلوپه هکله ځانګړي څیړني کړي دي.دوی وایې چي دسهارپروخت دتازه میوواوترکاري په خوړولوسره دانسان ورځنې تنده(تږۍ)له منځه څخه ځي اودمغذي تقویه سربیره په بدن کي داړتیاوړداوبوویټامینو نه،معدني توکي انسان ګرده ورځ له تندې څخه ژغوري.
څیړني ښيي،چي ددوبي په موسم کي په اوږدوورځوکي بایددسهارپرمهال دډوډۍ خوړولوپه وخت کي دهفو مصرفي توکوڅخه ګټه واخستل شي،کوم چي انسان دغرمي لخواه ورڅخه ګټه اخلي ترڅو له تندي څخه خلاص شي.
دغذایې توکویومتخصص وایې،دماښام(افطار)په منځ کي بایددسهارپرمهال ددغه غذا څخه ګټه واخستل شي کوم،چي دماښام په وخت کې ورڅخه ګټه اخستل کیږي.البته دغه کار یواځي دهرسړی په وضعیت پوری اړه لري،چي دئ دکومي غذاڅخه کاراخلي.
دهغه په وینا:دسهارپروخت اړینه ده،چي دتازه ترکاريو څخه کارواخستل شي.
دغه متخصص دغذایې توکو ګټي بیانوی اووایې،چي په ترکاریوکي دمغذدتقویه توکي،اوبه ،معدني توکي اوداړتیاوړویټامینونه شته چي دانسان بدن ته ډیره ګټه رسوي اودتندې په مقابل کي دورځي په اوږدوالي کي مقاومت کوي.
هغه وایې،چي دسهارپه وخت کي دخوږواوشیرینوموادوخوړلوته ضرورت نشته.
دخوږوموادوخوړل دانسان دبدن دکوچنیو انسولینوله لاري قندي توکي په وینه کي ورګډیږي،چي نتیجه یې دقندی ویني کموالي منځ ته راوړي.نوځکه دخوږوموادوخوړل چي شکره پکښي ډیره ده انسان ژروږي کوی اودتندي لمبه یې هم نه ماتیږي.

Copyright Larawbar 2007-2024