دواړي ملي جرګې: د لويي جرګې جوړول د اساسي قانون څخه سرغړونه ده

جان محمد مهربان | جولای 16th, 2013


د دواړو ملي جرګو غړي وایي چي د ملي شورا او ولسي جرګې په سته والي کښي،د لويي جرګې جوړول په ښکاره ډول د افغانستان له اساسي قانون څخه خلاف کار دئ. د ولسي جرګې لومړی مرستیال میرویس یاسیني وایي چي د لویي جرګې جوړول دولسي جرګې فعالیتونه له سوال سره مخ کوي. داسی ویل کیږی چي لویه جرګه د امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک کولو په نیت جوړیږی خو ښاغلي یاسیني وایي چي د امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیک کول او یا ردول،د ملي شورا او ولسي جرګې په صلاحیتونو کښي شمېرل کیږي ځکه د ولسي جرګې ځیني غړي وایي چي دوی د افغان ولس استازي دي چي دکابل او واشنګټن د امنیتي تړون لاسلیک کول ددوی صلاحیت دئ.
دا څرګندوني په داسی حال کښي کیږي چي تېره ورځ د ولسمشر ویاند رسینو ته وویل چي د امریکا سره به د امنیتی تړون د لاسلیک کولو په منظور لویه جرګه راوغوښتل سي.

Copyright Larawbar 2007-2024