افغان کونډوښځوته څوک کرايي کورونه نه ورکوي

59 | جولای 19th, 2013


کابل:دبی بي سي راډیوپه یوه رپوټ کي راغلي،چي دا مهال نژدې (۵۰۰ زره )کونډې ښځي په افغانستان کې اوسېږي،چې ژوندیې له ډېروکړاوونوسره مخامخ دی.
په افغانستان کې دبې سرپرسته ښځولپاره دشرعي محرم نشتوالی اوس پریوه سرخوږي باندی بدل شوی دی.کونډې ښځې نه شي کولاي،چې له سړي پرته په ارامۍ سره دسرپټولو ځای په اجاره یاکرایه ونیسي.
که څه هم دغه ستونزه دافغان چارواکو لپاره یوه نوې موضوع ده،خو دوی وايي، چې هېڅ دلارښوونې دفترحق نه لري،له هغو ښځو سره ناوړه چلند وکړي،چې د افغانستان تذکرې ولري.
شبانه هغه کونډه ده،چې په کابل کې کوڅه په کوڅه دکرایي کورپه لټه کې ده اود معاملاتودلارښوونې هرورورټکوي، خو څوک کرایي کورنه ورکوي.
هغه شپږکاله مخکې کونډه شوې او اوس نه محرم نارینه اونه هم سرپنالري. دې سختي ورځې اوناچارۍ یې ژوندتربل هروخت اوس ډیرتریخ کړی دی.
که له یوی خواه داخلک وايي،چي دافغانستان ښځې بې لارې کېږي،نو له بلي خواه همدغه بده ورځ ده ،همدغه ستونزې دي، چې خلک بې لارۍ ته اړباسي. همدغه ستونزه ده، چې نه شوکولای خپل اولاد وږي، تږي اویا هم لغړوویني. که هغوی ډوډۍ غواړي اوته یې نه شې ورکولای، نو څه به کیږي. مجبوریو اوخلک دهمدغوکارونو لپاره پيسې ورکوي’.
په افغانستان کې دنوروستونزوترڅنګ له نارینه محرم پرته کونډو ته دکور اجاره اویا هم کرایه کول اوس په یوه بله ننګونه بدله شوې ده.اوسمهال په افغانستان کې نژدې( ۵۰۰۰۰۰ ) کونډې اوسیږي، چې دډېرومیړونه په دغه بدمرغه جګړوګي وژل شوې دي.
طالبانو درویا میړه دافغان حکومت سره دکارکولو په توروژلی دی. دهغه کونډه دنوروکونډوپه څېردشپږواولادونه بارنوموړې ته لویه سرخوږی جوړه کړیده.محمد اعظم خیرخواه،چې په کابل کې دمعاملاتو دلارښوونې دفتر لري، دئ وايي نه شي کولی کونډوښځو ته کورپه کرایه ورکړي. محمد اعظم خیرخواه وایې:که دښځي سره محرم سړی نه وي اویا دسړي تذکره نه وي او ضمانت ونه لري. نو موږکورنه شوورکولای. هغه زیاتوی،ته کونډه یې،ځوانه ښځه یې،شپږکوچني اولادونه لرې.څوک زړه ښه کوي چې تاته کوردرکړي؟!
یوه بله کونډه رویا وایې:موږ ته هېڅوک کور په کرایه نه راکوي. څوک کاله کیږي، چې په همدغه یوه کورکې اوسیږم.که هرڅه ظلم راباندې وکړي، مجبوره یم ویې منم.
خو دافغانستان دحکومت چارواکي دغه ډول کارناقانونه ګني. دکاراو ټولنیزو چارو مرستیال وزیرواصل نورمومند وايي، دکونډوپه ګډون هرهغه افغان چې عمر یې له ۱۸ کلنې پورته وي، کولای شي، په خپل نوم هرڅه ثبت کړي.
ښاغلي مومندوویل که کونډې ورته دمعاملاتودلارښوونو له هردفتره دغه ډول شکایت وکړي، له سرغړونکو سره به قانوني چلندوکړي.
دافغانستان نژدې څلورولسیزشخړواو جګړوتربرهرچا دکونډوښځو پرژوندډېري اغېز پرې ایښی دي.له یوې خوا ددغو کونډو میړونه وژل شوي اوله بلې خوا دورپاتې اولادونه پالنه اوروزنه هم ورپر غاړه شوې اودې چارې یې ژوند لاګران کړی دی.
دیادوني وړده،چي دافغانستان دولت په میلیاردونه ډالره دبهرنیو هیوادوڅخه په مختلفو بانوترلاسه کړل،ولي بدبختانه دولت ددوی غم ونه خواړي.
دغو مسلمانوافغاني کونډوافغان مسلمان میړونه چي پرخپله خاوره کي ددولت، طالب،ناتو اوایساف اویا نورو بمي چاودنو له امله وژل شویدي،اوخپلي افغاني میرمني یې دخوږواولادونه سره دلوږۍ تندۍ اوبي سرپناهی ژوند سره لاس اوګریوان دي. کیدای شي دغه ښځي دډیرمجبوریته نارواکارونه ته ملاوتړي ولي دولت اوحکومت ورته کرارنا ست دی اوننداره یې کوی.

Copyright Larawbar 2007-2024