استرالیاپریکړه وکړه چي په بېړیوکې راغلي مهاجرنورنه قبلوي

59 | جولای 19th, 2013


داسترالیادولت په رسمۍ توګه پرېکړه وکړه،چې نوربه پناه غوښتونکي مهاجرونه مني چې په بيړیوکې دغه هېوادته ورځي.
دغه مطلب داسترالیا لومړي وزیر«کېوین رډ»نن په رسمي ډول رسنیوته په ډاګه کړی. دلمړي وزیردویناله مخي راغلې پناه غوښتونکي به پرې نه ښودل شي چې دمهاجرو په توګه په استرالیا کې استوګنه غوره کړي.له دي وروسته استرالیاته راغلي کډوال به سمدستي د(پاپوانیوګیني)ته ولیږل شي.
په استرالیا کې له راراوانو ټاکنو وړاندې دهېواددکډوالۍ په تګلاره کې دبدلونونو په لړ کې، ښاغلي رډاعلان وکړ،چې د(پاپوانیوګیني)له حکومت سره یې په دی هکله یوکلن تړون لاسلیک کړی چې ترمخې به یې پناه غوښتونکي دارزولو لپاره هغه هېوادته استول کېږي.
داسترالیالمړۍ وزیروویل،چي رښتیني مهاجربه پرېښودل شي چې هلته پاتې شي اوهغه کسان چې دپناه غوښتنې غوښتنه یې نه منل کېږي بېرته به خپل هېوادیایودریم هېواد ته ولېږل شي.
ښاغلي رډوویل دئ،غواړي یوروښانه پیغام ورکړي چې دانسانانو قاچاق باید پائ ته ورسول شي.هغه زیاته کړه،له دې پریکړې سره به استرالیا وکولای شي له هغو خلکوسره چې په ریښتنې توګه اړدي مرسته وکړي.
هغه وویل دادده مسؤلیت دی چې ډاډترلاسه کړي چې استرالیادسرحدي کنترول یو پیاوړی سیسټم ولري.
داپه داسې حال کې ده،چې په تېرو( ۱۸)میاشتوکې استرالیاته (۱۵۷۲۸) تنه کډوال راغلي دي.داځکه چي دورتلوونکوکډوالو په شمېرکې دپام وړزیاتوالي په ګوته شوي دي.استرالیاته په ورتلونکوکډوالوکې زیات شمېردعراق، ایران، سریلانکا،ویتنام،بیرما اوافغانستان دوګړوڅخه دي.
دیادوني وړده،چي په تیروپنځوکلنوکي دافغانستان څخه سلګونه افغان مهاجرداندونیزیا هیوادنه په کوچنیوبیړیوکي په غیری قانوني توګه داسترالیالوري ته درومي. ددغو افغانوکډوالوبیړي دباداوتوپان له امله په اوبوکي ډوبي شویدي اودماشومانو،ځوانانو اوښځوپه ګډون ډيرو افغانانوخپل خوږژوندله لاسه ورکړی دي.

Copyright Larawbar 2007-2024