نوبهار اولسوالي د وسله والو تر بريد لاندي راغلې

عطاالله محمدي | جولای 21st, 2013


وروسته له دي چي وسله والو طالبانو په ځينو ولايتونو کي د ولسواليو چاپيره خپل بريدونه پراخ کړي دي ور سره سم د زابل ولايت چارواکي وايي چي ددي ولايت د نوبهار ولسوالۍ د وسله والو طالبانو تر بريد لاندي راغلي.
ياده ولسوالي چي سرحد ته څيرمه پرته ده د تيرو دريو ورځو راهيسي د وسله والو طالبانو تر بريدونو لاندي ده.
تيري دري ورځي پرله پسي هره ورځ تر سلو ډير وسله وال د ولسوالۍ پر مقر پرله پسي بريدونه کوي. د نوبهار ولسوال وزيرمحمد جوادي وايي چي وسله وال د محلي او ملي پوليسو د ځواب سره مخ سوي دي او تر دي مهاله دري وسله وال طالبان چي يو يي د ملاجليل په نوم قوماندان دی وژل سوي او وسلي او موټرسايکلونه يي د پوليسو لاسته ورغلي دي.
ولسوال وايي چي په جګړه کي يو سيمه ايز پوليس هم ژوبل سوى دى او جګړه دوام کوي. وزيرمحمد جوادي زياتوي چي وسله وال طالبان تر سل کسه زيات دي او د غزني د ناوي ولسوالۍ څخه نوبهار ته ورغلي دي.
طلبانو پدي اړه څه ندي ويلي
که څه هم وسله والو طالبانو په دي تړاو غبرګون نه دى ښکاره کړى ولي تر دي وړاندي وسله والو طالبانو د زابل ولايت په ګاونډ غزني ولايت کي د رشيدانو ولسوالۍ اصلي مرکز د جګړي وروسته نيولى وو.
ددي سره په يوه وخت کي چي د ليږد د پروسي پنځم امنيتي پړاو پيل سو په افغانستان کي د افغان ځواکونو سره د وسله والو طالبانو جګړي زور اخيستى دى او هم وسله وال طالبان د فوځي جنرالانو په وينا د ولسواليو د نيولو هلي ځلي کوي.
که څه هم په ولسواليو کي ميشت افغان سرتيري د درنو وسلو او نورو مهماتو د کمښت سره لاس او ګريوان دي خو چارواکي وايي چي وسله وال طالبان مخامخ جګړه نه سي کولاى.

Copyright Larawbar 2007-2024