سرنوشت ورځ پاڼه:ارګ محقق ته په دوه نېم لکوډالرودوه زرې ضدمرمي موټرې اخیستي دي
59
کابل:دسرنوشت ورځپاڼه په خپل یوخبرکی لیکي،چي دافغانستان جمهوری ریاست په ولسي جرګه کې دکابل استازي محمدمحقق ته دقانون خلاف دوه زرې موټرچې بيه يې تردوو لکو ډالرواوړي ورکړي دي.
یو شمېرسرچينې وايي دغه موټرترهغې چاودنې وروسته ورکړل شوي چې دمحقق موټرته په کې لږزيان اوښتى وو.يوې سرچيني چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي سرنوشت ورځپاڼې ته وويل محقق ته موټر په يو ځل نه دي ورکړل شوي، بلکې په لومړي ځل هغه ته اخيستل شوي موټر دده له لوري په دې پلمه چې ګنې ښه يې نه دي ردشوي .
سرچينه وايي محقق ته په دويم ځل دوه زری لنډکروزرچې د هره يوه بيه يې ديو لک او پنځه ويش زره ډالرو په شاوخوا کې وه واخيستل شول.حکومت محقق ته دباج پردې ورکړې بسنه نه ده کړې، بلکې د هغه هرټپي شوي ساتونکي ته يې هم ٢٥ زره ډالره ورکړي دي.شاوخوا يوه مياشت وړاندې دمحقق دموټرو پرکاروان دبشري حقونو دکمېسيون په مخ کې چاودنه وشوه چې له پيله يې په اړه پراخ شکونه موجود وو.
له چاودنې څخه يوازې څوساعته وروسته محقق پرخپل تلوېزېون په داسې بڼه څرګند شو چې له سره ورباندې دچاودنې نښې نښاني نه ښکارېدې.
هماغه مهال يو شمېر مدني بنسټونو غوښتنه کړې وه چې له محقق څخه بايد ددې چاودنې په اړه چې درى ملکي وګړي په کې وژل شوي وو پوښتنه وشي.
خو حکومت دپوښتنې پرځاى محقق ته باج ورکړاو دهغو بې ګناه ملکي وګړو چې په هرحال يې محقق دمرګ سبب شوى و هېڅ رازپوښتنه ونه کړه.
يوې باوري سرچينې سرنوشت ورځپاڼې ته وويل چې پر محقق تر چاودنې وروسته په ولسمشرۍ ماڼې کې يو شمېر متعصبو کړيو پر ولسمشر فشارراوړ چې دمحقق د ښې ساتنې په موخه داډول موټر ورته واخلي.
دې سرچينې دا هم وويل چې دافغانستان دملي اردو دوژل شوو عسکروکورنيو ته دفاع وزارت يوازې اوويازره افغانۍ ورکوي؛ خو ديو جنګسالارساتونکو ته( ٢٥ )زره ډالره ورکول کيږي.
دغه راز په تېرو څو کلونو کې د ولسي جرګې يو شمېر غړي وژل شوي چې حکومت نه يوازې دا چې کوم امتياز يې نه دى ورکړى دهغوى حال يې هم نه دى پوښتلى.
دچارو يو شمېر افغان شنونکي هم دحکومت دموراو ميرې پرچلند نيوکه کوي او وايي چې په تېرو دولسو کلنو کې ګڼ حکومتي چارواکي، قومي مشران او ولسي وګړي په بريدونو او چاودنو کې وژل شوي، خو تر دې مهاله يې هېڅ يوه ته په دې کچه امتياز نه دى ورکړل شوى.
يو شمېر بهرميشتي افغانان هم له حکومت څخه غوښتنه کوي چې ټول ولس ته په يوه سترګه وګوري او جنګي مجرمينو ته د د هغوى د وسلې له وېرې امتياز ور نه کړي.
د هند دډهلي ښارله لاجپتنګر سېمې د علي محمد په نوم افغان سرنوشت ورځپاڼې ته وويل چې دملي امنيت دپخواني مرستيال ډاکتر عبدالله لغماني کورنۍ کلونه کيږي په ډهلي کې اروپا ته دتګ په هېله مېشته ده او ځان يې له هلته دملګرو ملتونو د کډوالۍ له ادراې سره ثبت کړى؛خو افغان حکومت يې په څو کلونو کې پوښتنه هم نه ده کړې اودکډوالۍ چانس يې هم نه دى پيدا کړى.
د سياسي چارو کارپوه محمد يوسف امين ځاځي وايي دحکومت دا ډول کړنې او له ولس سره د مور او ميرې چلند به د قومونو تر منځ نفاق ته په ښکاره لمن وهل دي، خو دى په حکومت کې هغه کړۍ ګرمې بولي چې لا هم قانون نه دى پرې پلى شوى.
امين زياتوي چې ددې پرځاى چې محقق ته موټرواخيستل شي حکومت دخپلو هغو عسکروکورنيو ته ډوډۍ ورکړي چې په جګړو کې وژل کيږي اودحکومت دټينګښت په موخه دې کارته چمتو شوي دي.ده له سرنوشت سره په خبروکې وويل دا دملت جوړونې پرځاى مليت جوړونه ده چې په افغان حکومت کې دننه يو شمېرکړۍ يې ملاتړ کوي چې همدا کړۍ دافغانستان له پرمختګ سره حساسيت لري.
دیادوني وړده ،چي په افغانستان کي په زرګونه جنګ ځپلي کورني چي دکورني غړي یې دملی اردو ،پولیسوپه لیکو کي له لاسه ورکړی دي،دمګړۍ دروژی دمبارکي میاشتي دماتولو(دافطار)ډوډۍنلری او دیوي سرپناه په پیداکولو کي سرګردانه اولا لهانده ګرځي.ولي دارګ ماڼي دهغو بي وزلو سرتیرو دکورنیو مرسته ونکړه کوم چي دخپل وطن په مقابل کي یې ځانونه قربان کړي دي.مګردمحقق لپاره دوه نوي ضدمرمي موټران رانیسي.