په کابل کي دولسی جرګي دغړۍ انورسادات پرضدپراخ لاریون ترسره شو
59
کابل:نن په کابل کي دافغان ملي غورځنګ په زرګونوپلويانواوديوشمېرمدني ټولنواو ټولنیزوسازمانونوغړودافغان ملي هويت،ملي ارزښتونواوملي وياړونودساتني په ننګه او ملاتړکې دکابل ددهمزنګ څخه نیولي بیاترملي شوراپورې غټ لاريون وکړي.
لاريون کوونکو چي دافغانستان ملي بیرغونه یې په لاس کي اخستي وو،دملي يووالي شعارونه یي ورکول پښتنوته دسپکاوي له کبله دجوزجان ولایت وکیل انورسادات او همدارازلويې جرګې ته دسپکاوي له کبله دولسۍ جرګي دلمړۍ منشی ميرويس ياسيني دمحاکمې غوښتنه کوله.
دغه لاریون دملي شورامخې ته ورسېدي،اوهلته دولسي جرګې ځینو غړي دلاريون کوونکو هرکلي ته راووتل اوهغوی ته يې ويناوې وکړې. وروسته دلاريون کوونکو په استازېتوب يولس تنو دولسي جرګې له رييس عبدالرووف ابراهيمي سره وکتل. ابراهيمي ډاډورکړ،چې ددوی غوښتنې به دولسي جرګې له استازوسره شريکوي او په اړه به يې يوه ګډه پرېکړه کوي.
لاریون کونکوپرون لویې څارنوالي ته هم یولیک وسپاري ترڅودولسي جرګي دغړۍ انورسادات دخبروپه هکله چي دملي یووالي اوملي هویت پرضدیې کړی وي،دقانون له مخي سخته جزاوټاکي اودهغه دوسیه دقانون له مخي وڅیړل شي.
لاریون کونکو هوډکړي،چي که داځل یې غوښتنې ونه منل شي اوبيادملت په کورکې دملي هویت سپکاوی وشي،دا ځل به دوی ملي شورا اولويې څارنوالۍ ته مراجعه نه کوي، بلکې له هغه وکيل سره به حساب کوي چې ملت ته يې سپکاوی کړی وي.