کیري : د بې پیلوټه الوتکو بریدونه اساسي وسيله ده
لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا )
اسلام اباد:د پاکستان لومړي وزير نواز شريف د امریکا متحده ایالات هڅولي چې د پاکستان په شمال لویدیځ کې د بې پيلوټه الوتکو بریدونه بند کړي.په پاکستان کې د دغه ډول بریدونو په وړاندې کلک مخالفت ښودل کیږي، خو امریکا د بې پیلوټه الوتکو بریدونه د وسلوالو پرضد اساسي وسيله بولي.پر امریکا تور لګول کیږي چې د بې پیلوټه الوتکه په بریدونو سره د پاکستان ځمکنۍ بشپړتیا تیری کوي.خو ښاغلي کیري وویل کله چې وسله وال پر یوه هېواد برید کوي نو د هغه هېواد پر ځمکنۍ بشپړتیا هم تیری کیږي:”زه پوهیږم چې زیاتره وخت د ځمکنۍ بشپړتیا اړوند موضوعات مطرح کیږي. زه به په ډیره سادګۍ زموږ ټولو دوستانو ته یادونه وکړم چې ځینی کسان لکه د القاعده مشر ایمن الظواهري د دې هېواد پر ځمکنۍ بشپړتیا تیری کوي.او کله چې دوی په جوماتونو کې پر خلکو برید کوي او په کلیو او بازارونو کې پر خلکو چاودنې کوي دوی د همدې هېواد پر ځمکنۍ بشپړتیا تیری کوي.”جان کېري دغه راز د ډرون بريدونو په اړه وويل چې امريکا به د خپلو دښمنانو پر ضد عملياتو ته دوام ورکړي او ولسمشر اوباما د ترهګرو پر ضد ښکاره پاليسي غوره کړې ده.پاکستان او امريکا د دواړو هېوادو ترمنځ د ستراتيژيکو خبرو د بېرته پيلېدو اعلان وکړ.د دغې خبرې اعلان نن د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري په اسلام اباد کې د لومړي وزير نواز شريف له ستر سلاکار سرتاج عزيز سره په يوه خبري کنفرانس کې وکړ.له کنفرانس وړاندې ښاغلي کېري د پاکستان له لومړي وزیر نواز شریف او د پوځ له مشر جنرال اشفاق پروېز کياني سره په اسلام آباد کې وکتل.ښاغلي کېري او نواز شريف په کتنه کې له ګاونډي هېواد افغانستانه راتلونکی کال د بهرنیو ځواکونو په درشل کې د امنیتي موضوعاتو پر سر هم خبرې وکړې.د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري هيله وښوده، چې ډېر ژر به له افغان حکومت سره پر امنيتي سند يوې پرېکړې ته ورسېږي. له لومړي وزير ميا نواز شريف او د ملي امنيت او بهرنيو چارو له سلاکار سرتاج عزيز سره تر ليدنو وروسته يوې خبرې غونډې ته وينا کوله. هغه زياته کړه: ((زه باوري يم چې کابل او واشنګنټن به پر امنيتي سند يوې پرېکړې ته ورسېږي، په دې پرېکړې سره به امريکا وکولى شي تر ٢٠١٤ کال وروسته خپل ځواکونه په افغانستان کې پرېږدي.))نوموړي وويل، چې د افغان حکومت او امريکا تر منځ په دې اړه ګډ کار روان دى او په وروستيو کې ځينې پرمختګونه هم شوي دي.جان کيري وايي: ((زه په شخصي توګه باوري يم چې پر دغه سند به په يوه مناسب وخت کې لاسليک وشي.))د افغانستان او امريکا تر منځ پر امنيتي سند د خبرو اترو لړۍ تېر کال پيل شوې وه او ټاکل شوې وه، چې په يوه کال کې تر خبرو اترو وروسته پرې لاسليک وشي.د امريکا د بهرنيو چار وزير جان کيري په ياده خبري غونډه کې دغه راز وويل، چې د پاکستان او افغانستان تر منځ د سوداګرۍ د څلورو مهمو لارو پر پرانيستلو کار کوي.هغه هيله څرګنده کړه، چې پاکستان به د افغان شخړې په هواري او د جګړې په پاى ته رسولو کې خپل مهم رول ولوبوي.نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې افغان جګړه سياسي هواري ته اړتيا لري.د پاکستان د ملي امنيت له سلاکار سرتاج عزيز سره په ياده خبري غونډه کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري وويل، چې د پاکستان ثبات د افغانستان له ثبات سره تړلى دى.هغه زياته کړه، چې امريکا د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان هلو ځلو ته په درنښت ګوري.د پاکستان د ملي امنيت سلاکار وويل، چې هېواد به يې له افغانستان څخه د وتلو پر مهال له امريکا سره مرسته وکړي.